شاته

کامرون کیف ته په ناڅاپي سفر کې د اوکراین سره په پوځي ملاتړ ټینګار وکړ

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) کیف ته په یو ناڅاپي سفر کې پداسې حال کې له اوکراین سره د پوځي ملاتړ د دوام ژمنه وکړه چې د لویدیځ پام منځني ختیځ ته اوښتی.


د بریتانیا پخوانی صدراعظم ډیویډ کامرون د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اوکراین پلازمینې کیف ته په خپل لومړي سفر تللی. بریتانیا پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې د کیف ټینګ پوځي او سیاسي ملاتړ کړی دی.


کامرون د اوکراین له ولسمشر ولادیمر زیلینسکي سره د کتنې پر وخت وویل: "موږ به تاسو سره اخلاقي ملاتړ، دپلوماتیک ملاتړ او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړو، خو تر ټولو مهم، نظامي ملاتړ چې تاسو ورته اړتیا لرئ نه یوازې سږکال او راتلونکي کال، بلکې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي."


کامرون پداسې حال کې کیف ته سفر کړی چې پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه نږدې دوه کاله وروسته، د نړۍ پام د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې ته اوښتی دی.


زیلینسکي د کامرون څخه مننه وکړه چې د اسرائیل او حماس ترمنځ څه دپاسه یوې میاشتنې ظالمانه جګړې ته د نړۍ د پام اوښتو سره سره یې دې هیواد ته سفر کړی دی.


زیلینسکي په یوه ویدیو کې چې د ولسمشرۍ دفتر خپره کړې، کامرون ته ویلي چې: "اوس تاسو پوهیږئ چې نړۍ په اوکراین کې زموږ د جګړې د ډګر وضعیت باندې تمرکز نه کوي او د تمرکز دغه ویش واقعیا مرسته نه کوي."


زیلینسکي زیاته کړه چې د کامرون سره یې "ښه غونډه" درلوده چې "د لومړۍ کرښې لپاره په وسلو، د هوایي دفاع په پیاوړتیا، او زموږ د خلکو او مهمو زیربناوو په ساتنه" باندې تمرکز وشو.
د اوکراین لپاره د کامرون ملاتړ په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د هغه د متحدینو ترمنځ د لږ پوځي پرمختګ په اړه اندیښنې رامنځته شوي.


د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې کامرون له خپل سیال دیمیټرو کولیبا سره د وسلو د لیږد، د وسلو د تولید او په تور سمندرګي کې د سمندري امنیت په اړه خبرې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه