شاته

ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس په جګړه کې د سرغړونو په اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶(لړم ۲۵مه) په غزه کې د جګړې پر مهال د اسرائیل او حماس له خوا د بشري قوانینو څخه د سرغړونو په اړه د پراخو نړیوالو پلټنو غوښتنه وکړه.

هغه په ژنیو کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: "د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه د زیاتو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي چې بشپړې پلټنې او هراړخیز حساب ورکولو ته اړتیا لري."

ښاغلی ولکر ترک، تیره اوونۍ منځني ختيځ ته له خپل سفر وروسته دا څرګندونۍ وکړې چیرې چې دده په وینا، دواړه لوري په جګړې کې جنګي جرمونه کوي.

هغه همداراز په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

نوموړي په ژنیو کې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو ته وویل: "که چیرې چارواکي دې ډول پلټنو ته لیوالتیا یا د هغه د ترسره کولو توان نلري، پداسې حال کې چې د مهمو پیښو په اړه ضد او نقیض روایتونه شته دي، نو د یوې نړیوالې پلټنې غوښتنه اړینه بلل کیږي."

هغه وروسته خبریالانو ته وویل چې "د بشپړې او خپلواکې څارنې او د پيښو د مستند کولو لپاره فلسطیني سیمو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د دفتر لاسرسی ډیر مهم دی.

هغه وویل چې: "له اسرائیل یې هم غوښتي دي چې نوموړي ته په اسرائیل او اشغال شوې فلسطیني سیمو کې د پلټنو اجازه ورکړي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. "

پر اسرائیل د حماس له برید وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، اسرائیل د حماس د له منځه وړلو ژمنه وکړه.

د حماس د بریدونو په ځواب کې اسرائیلي پوځ په تېرو شپږو اونیو کې پر غزې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، هوايي او ځمکني بریدونه کړي چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، له ۱۱۵۰۰ ډېر کسان یې وژلي دي چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي، خو تر اوسه کومې خپلواکې ادارې د غزې د چارواکو له خوا ورکړل شوي احصایې نه تائید کړي او نه هم رد کړي دي.

د اسرائیل او فلسطینیانو غبرګون

اسرائیل د حماس سره په جګړې کې د سرغړونو په اړه د نیوکو د انډول په موخه د ملګرو ملتونو په هڅو سختې نیوکې وکړې. په ژنیو کې د اسرائيل سفیر میرو ایلون شهر، وویل: "که چیرې یو دولت د خپل ځان دفاع نشي کولی یا د نړیوالو قوانینو سره سم ددې کار( له ځان څخه دفاع) د کولو لپاره ورباندې نیوکه کیږي، نو له شک پرته چې دا کار به تروریستي سازمانونه نور هم زړور کړي. "

هغه وويل: "د اسرائيل او حماس تر منځ هيڅ اخلاقي برابري نشته. موږ به اجازه ورنکړو چې د حقيقت په غلط بيانولو سره د اسرائيل مشروعيت ته زیان ورسیږي."

خو د نوموړي دا څرګندونې د فلسطین د سفیر ابراهیم خریشي لخوا په کلکه وغندل شوې. هغه وویل: "تاسو باید را ویښ شئ. دا عامه وژنه او نسل وژنه ده."

هغه زیاته کړه: "ستونزه د اکتوبر په اوومه نه ده پیل شوې... بلکې ٧٥ کاله پخوا پيل شوې وه."

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو سفیر میشل ټیلر، د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې برید "شر" وباله او "د دې بریدونو په پایله کې، د تاوتریخوالي له امله" د فلسطینیانو په وژلو یې خواشیني څرګنده کړه.

فورم \ دبحث خونه