شاته

د امریکا او چین ولسمشرانو د پوځي اړیکو په بیا رغولو موافقه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې نومبر ۱۵ (لړم۲۴) په ماښام د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره خپل ملاقات رغوونکی وباله او دواړو خواو د پوځي اړیکو په بیا رغولو او ستونزو په کمولو موافقه وکړه.

دواړو مشرانو د امریکا د سان فرانسیسکو په ښار کې د اسیا-پسیفیک د اقتصادي همکاریو د غونډې په څنډې کې ولیدل.

بایډن خبریالانو ته وویل: «له ولسمشر شي سره مې څو ساعته ملاقات درلوده او زما په باور رغوونکی او اغیزناک بحث مو وکړ.»

نوموړي د پوځي اړیکو لپاره د تیلیفوني لیکې بیا فعالېدل ډېر مهم اقدام وګاڼه، چین دا لیکه تایون ته د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته پرې کړې وه.

خو د تایوان په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات په خپل حال دي او د چین ولسمشر خپل امریکايي سیال ته ویلي چې تایوان ته د وسلو ورکول بند کړي، ځکه د هغه په خبره د چین له اصلي خاورې سره د دغه ټاپو د یو ځای کېدو مخه نشي نیول کېدای.

بیجینګ د تایوان د مالکیت ادعا لري او په زور یې له چین سره د یو ځای کېدو انتخاب هم رد کړی نه دي.

یو امریکايي مقام همدغه راز وویل چې دواړو مشرانو موافقه کړې ده چې د «فنتانیل» په نوم نشه يي توکو اصلي سرچېنې ته د رسېدو لپاره به همکاري کوي، دا مواد په امریکا کې ډېر کارول کېږي.

د تړون په اساس چین به مستقیمآ هغه شرکتونه په نښه کوي‌، چې دا ډول نشه يي توکي تولیدوي.

د چین او متحدو ایالتونو ترمنځ روابط تل کړکیچن وي. تېرکال امریکا په خپلې فضا کې یو بالون چې د چارواکو په وینا جاسوسي ماموریت یې مخې ته وړه، ووېشت، چین په دې کار باندې سخت اعتراض وکړ. چین ویل هغه یو تحقیقي بالون و چې لاره یې ورکه کړې وه.

چین همدغه راز د خپلې تکنالوژۍ په پرمختللیو چپونو باندې د امریکا له لوري د محدودیتونو په زیاتولو اعتراض وکړ. واشنګټن په دې باور دی چې چین له دغو چپونو څخه په پوځي برخو کې کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه