شاته

بحران نړیوال سازمان: له پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل سیمه بې‌ثباته کوي

د بحران نړیوال سازمان له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر په اړه ویلي چې ددغه هیواد د کډوالو د ایستلو پالیسي به سیمه له نورو ګواښونو سره هم مخ کړي.

دغه سازمان د دوشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۳ (لړم ۲۲) په یو راپور کې چې د خپل کارپوه ابراهیم بحوث سره د مرکې پر اساس ترتیب شوی ویلي، چې د افغانانو د ستنولو دا بهیر به میلیونونه افغانان خپل ړنګ شوي وطن کې چې له وړاندې په بحرانونو کې ګیر شوی، ژوند تیرولو ته اړ کړي.

په دې راپور کې ویل شوي: " که څه هم د اټکل له مخې دا پلان ټولو هغو بهرنیو اوسیدونکو باندې چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي تطبیق کيږي، خو داسې ښکاري چې هدف یې هغه افغانان دي چې د اوږدو کلونو په ترڅ کې پاکستان ته پناه وړې ده."

د بحران نړیوال سازمان اټکل کړی چې په پاکستان کې د دریو او څلور میلیون پورې افغان کډوال دیره دي چې لږ تر لږه ۶۰۰ زره یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

ددغه شمیر ۱.۳ میلیون یې د کډوالۍ پیژندپاڼې لري او ۸۵۰ زره نورو د پاکستان د حکومت څخه پیژندپاڼې ترلاسه کړي دي. بحران نړیوال سازمان ویلي چې اټکل کیږي شاوخوا ۱.۷ میلیون نور افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

بحران نړیوال سازمان ویلي هغوی چې د نومبر د لومړۍ ورځې وروسته خپل هیواد ته ستانه شوي د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د غوښتنو سره سره، په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي.

بحران نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان حکومت ددغه پلان د پلي کیدو لپاره موده نه ده ټاکلې، خو ددې اشاره یې ورکړې چې د پلان په دوییم پړاو کې به دا پلان په هغو افغان کډوالو هم تطبیق شي چې د پاکستان د حکومت څخه د افغان اوسیدونکو پیژندپاڼې لري او په درییم پړاو کې ممکن هغه افغان کډوال هم په کې شامل شي چې د کډوالۍ پیژندپاڼې لري.

د افغان کډوالو د ایستلو علت

بحران نړیوال سازمان له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو علت په دغه هیواد کې وروستۍ ناامنۍ او د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې بریدونه او هم په وروستیو تروریستي بریدونو کې د یو شمیر افغانانو لاس لرل ښودلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "ددغه ډرامتیک قدم د اخیستلو لپاره ترټولو د پام وړ دلیل د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په سر د افغانستان سره د پاکستان د وروستي جنجال چې دغې ډلې کابل کې طالبانو ته بیعت کړی. په تیرو کلنو کې تحریک طالبان پاکستان په سرحدي سمیو کې تعرضي بریدونه ترسره کړي دي او اسلام اباد پر کابل باندې ددغې ډلې د فعالیتونو د مهارولو لپاره فشار راوړي."

د بحران نړیوال سازمان د پاکستان د حکومت د اقداماتو پر وړاندې د طالبانو د غبرګون په اړه ویلي چې طالبانو حکومت په ډله ییز ډول د افغان کډوالو ستنیدلو ته چمتوالی ښودلی دی.

دغه سازمان ویلي:" افغانستان لا دمخه د نړۍ یو له ترټولو سترو بشري ناورینونو سره مخ هیواد دی چې ویجاړونکي زلزلې او اقتصادي ګواښونو او بندیزونو ترڅنګ د سخت سوړ ژمي د موسم له امله دا په دې معنی دی چې شړل شوي کډوال په ډیر خراب وخت کې وطن ته ستنیږي."

پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د طالبانو په حکومت باندې تور لګولی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته، په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې ۶۵ فیصده او ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. همداشان پاکستان ویلي چې په دغه هیواد کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون په ځینو امنیتي پیښو کې افغانان هم ښکیل دي.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې بې اساسه بللي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبان په پاکستان کې د امنیت د ټینګولو مسوولیت نه لري.

وړاندیزونه

د بحران نړیوالې ډلې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام اباد دې له دغه پلان د پلي کولو څخه منع کړي.

دا سازمان وايي، که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه د پاکستان له سرپرست حکومت څخه دې وغواړي چې اوسنی غیرعملي پلان وځنډوي او پرځای دې یې له افغانستان او پاکستان دواړو څخه وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې موافقه سره وکړي، ترڅو کډوالو د ستنولو بهیر کې د حقوقي او بشري اصولو او معیارونو څخه سرغړونه ونه شي.

د بحران نړیوالې ډلې له نړیوالو مرستندویانو هم غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمېشنرۍ په مرسته د افغان کډوالو مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

د پاکستان دریځ

په عین وخت کې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګتي د دوشنبې په ورځ نومبر۱۳( لړم ۲۲) د پاکستان مشرانو جرګې (سنا) ته د افغان کډوالو شړلو بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې تر دا مهاله له پاکستان څخه څه نا څه درې سوه زره د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه ادعا وکړه چې ددغه شمیر یوازې اته زره یې د پاکستان د حکومت له خوا ایستل شوي او پاتې نور په خپله خوښه تللي دي.

فورم \ دبحث خونه