شاته

د غزې په ستر روغتون کې ترینګلی وضعیت؛ بایډن له اسرائیل د احتیاط غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې اسرائیلي ټانکونه د غزې تر ټولو لوی روغتون الشفاء دروازو ته رسېدلي او په دغه روغتون کې د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ په اړه اندېښنې ښودل شوي، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پر اسرائیل غږ کړی چې د ملکي خلکو ساتنه وکړي.

د الشفاء روغتون شاوخوا سیمو کې د څو ورځو سختو بمباریو وروسته، عیني شاهدانو د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) فرانس پرس ته وویل چې اسرائیلي ټانکونه او زغره وال موټر ددې روغتون د دروازې څو مترۍ ته رسیدلي او دا روغتون په غزه کې د جګړې په مرکز بدل شوی دی.

ملګري ملتونه په دې باور دي چې ښايي د ۱۰ زرو څخه ډیر ناروغان، کارمندان او بې ځایه شوي خلک په دغه روغتون کې وي، او د تیښتې لار نه لري.

د بریښنا او سون توکو د نشتوالي له امله نوي زیږیدلي ماشومان مري او د بې سرحده ډاکټرانو یو جراح همدارنګه ویلي چې د روغتون دننه وضعیت "ډیر خراب" شوی دی.

دغه ډاکټر، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، وويل: "موږ برېښنا نه لرو، په روغتون کې اوبه نشته، خواړه نشته... دا وضعیت غیر انساني دی."

روغتون کې 'ډله‌ییز قبر'

د الشفاء روغتون رئیس محمد ابو سلمیه ویلي، په روغتون کې ۱۷۹ ماشومان او نور ناروغان مړه شوي، او د روغتون په انګړ کې په "ډله ییز قبر" کې ښخ شوي دي.

ابو سلمیه وویل: "موږ اړ شوو چې دوی په ډله ییز قبر کې ښخ کړو." نوموړي ويلي چې په روغتون کې د سون توکو او اکمالاتو له ختمېدو وروسته دغه ناروغان مړه شوي او زیاته کړې یې ده چې په هغوی کې اووه تازه زیږېدلي ماشومان او ۲۹ د عاجلې څانګې ناروغان شامل دي.

په روغتون کې دننه یو خبریال فرانس پرس ته ویلي چې د جسدونو بوی د روغتون په ټولو ساحو کې موجود دی.

اسرائیل د حماس په وسله والو تور لګوي چې د روغتون لاندې تونلونه د خپلې قوماندې د مرکز په توګه کاروي، او له ناروغانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

اسرائیل ویلي پر روغتون د برید پلان نلري خو خبرداری یې ورکړی چې د اکتوبر اوومې د برید په ځواب کې چې نږدې ۱۲۰۰ زیاتره اسرائیلي ملکي خلک یې ووژل، د حماس ټول وسله وال به له منځه یوسي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پر اسرائیل غږ کړی چې د روغتون سره له نرمۍ کار واخلي. بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "روغتون باید خوندي شي."

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند پیټر لرنر د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې الشفا "د حماس په قوماندې او کنټرول کې مرکزي رول لري"، خو ویې ویل اسرائیل ځواکونه له روغتون څخه "په څنګ شوي دي."

دغه ویاند وويل: "مفکوره دا ده چې د خلکو د ايستلو هڅه وشي، او څومره چې امکان ولري و ايستل شي."

حماس او اسرائیل په روغتون کې د موجودو کسانو بیلابیلې شمېرې خپرې کړي دي.

د اسرائیل د دفاع وزارت ویاند په روغتون کې دننه د خلکو شمېر "څو سوه" وښود په داسې حال کې چې د حماس د روغتیا مرستیال وزیر یوسف ابو ریش، چې په دغه روغتون کې دی، وویل چې شاوخوا ۲۰ زره بې ځایه شويو خلکو په روغتون کې پناه اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه