شاته

ملګرو ملتونو غزې کې د همکارانو وژل کیدو له کبله ټولۍ نړۍ کې خپل بیرغونه نیمه ځوړند کړي و

ملګرو ملتونو دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د امریکا د نیویارک په ښار کې د مرکزي دفتر په ګډون په ټولۍ نړۍ کې پخپلو دفترونو کې په غزې کې د دې ادارې د څه باندې ۱۰۰ مامورینو وژل کیدو له کبله بیرغونه نیم ځوړند کړي و.

د دې نړیوالې ادارې مشر انتونیو ګوتریش په مرکزي دفتر کې د خپل پرسونل سره یو ځای په سیمه ایز وخت سهار ۹:۳۰ بجې د یوې دقیقې لپاره سکوت وکړ.

د جاپان مرکز ټوکیو په ګډون په بنګکاک، بیجنګ او نورو ښارونو کې هم د دې نړیوالې ادارې آبي او سپین بیرغونه د سهار په نهو نیمو بجو نیمه ځوړند شول.

ښاغلي ګوتریش د اکس په ټولنې شبکې کې لیکلي چې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسي د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې تر ۱۰۰ ډیر مامورین وژل شوي.

هغه همدارنګه وویل چې د ملګرو ملتونو د جګپوړو چارواکو یو عکاس هم پدې جګړې کې وژل شوی.

د ملګرو ملتونو مشر زیاته کړه، " هغوي به له یاده ونه ایستل شي".

د فلسطیني کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې په عزې د اسرائیل بمبارۍ راهیسې د دې ادارې ۱۰۲ کار کوونکي وژل شوي او ۲۷ نور یې ټپي شویدي.

ملګرو ملتونو ویلي چې ددې ادارې په تاریخ کې یې دومره ډیر مامورین په یوې شخړې کې ندي وژل شوي.

د UNRWA ادارې مشر ټام وایټ په یوې اعلامیې کې د بیرغونو نیمه ځوړندولو په خاطر د ملګرو ملتونو څخه مننه کړې.

ښاغلي ټام په اعلامیې کې ویلي، " مونږ باید په غزې کې د ملګرو ملتونو بیرغ لوړ وساتو چې د یوې نښې په توګه وښیو لا هم ولاړ یو او د غزې د خلکو خدمت کوو".

د تیرې اکټوبر میاشتې راهیسې چې د حماس وسله والو ناڅاپه په اسرائیلو برید وکړ، اسرائیلي ځواکونو په غزې پرله پسې بمباري کړې چې د غزې عامې روغتیا مسؤلینو په وینا تر اوسه پکې څه باندې ۱۱ زره کسان وژل شوي چې ډیری یې عام خلک دي.

په کابل کې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د ۲۵۰ کسانو په ګډون د یوې دقیقې لپاره سکوت وکړ.

د فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره ۱۳ زره کار کوونکي لري چې په ټولې غزې کې فعالیت لري. دې ادارې ویلي چې اوس مهال یې تر ۱۵۰ ډیرې سرپناوې جوړې کړي چې ۷۸۰ زره کسانو پکې پنا اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه