شاته

د امریکا د حکومت ځینې برخې بیا د تړل کیدو د خطر سره مخ دي

د متحده ایالاتو د حکومت ځیني برخې ښایي د همدې راتلونکي جمعې نومبر ۱۷مه بیا د تړل کیدو د خطر سره مخ شي.

د حکومت د تړل کیدو دا خطر داسې مهال پیدا شوی چې په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او سپینه ماڼۍ د حکومت د لګښتونو پر سر لا هم موافقې ته ندي رسیدلي.

د لګښتونو پر سر اصلي جنجال د کانګرس د استازو په مجلس کې دی چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي خو د لګښتونو پر سر پدې ګوند کې دننه هم د غړیو تر منځ نظر یو شان ندي.

یو شمیر سخت دریځه محافظه کار جمهوري غوښتونکي په حکومتي لګښتونو کې کموالی غواړي خو منځلاري جمهوري غوښتونکي، د استازو مجلس ټول دیموکراتان، د سنا مجلس چې اکثریت پکې د دیموکراتانو سره دی او پخپله جمهور رئیس جو بایډن بیا د حکومتي لګښتونو کموالي سره ټینګ اختلاف لري.

د حکومتي لګښتونو پر سر د همدې جنجال له کبله د سپټمبر په میاشت کې د استازو مجلس مشر کیون مک کارتي چې په بودجي کې د کموالي پرته یې د لګښتونو بودجه د دوو میاشتو لپاره منظوره کړې وه، د خپل ګوند غړیو لخوا له دندې لیرې کړل شو.

دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل و چې د استاز مجلس یو شمیر له خپلې دندې لیرې شو.

د استازو مجلس تقریباً درې اوونۍ بې مشره و او په پای کې د لوزانیا ایالت یو استازی مایک جانسن چې ډیر شهرت نلري، د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلی جانسن چې په لوړه کچه د قانون جوړونې په چارو کې هیڅ پخوانۍ تجربه نلري، د یوې سختې دندې سره مخ دی. هغه باید داسې یوه موافقه ترتیب کړي چې له مخې یې د حکومت ټول لګښتونو ته بودجه برابره شي خو په د استازو په مجلس کې د خپل ګوند غړي هم خفه نکړي.

ښاغلی جانسن د خپل مخکني ځای ناستي په شان د بودجي منظوریدو لپاره د دیموکراتانو یو څو رایو ته اړتیا لري – هغه تاکتیک چې د کیون مک کارتي له دندې لیرې کیدو سبب شو.

د ښاغلي جانسن د پلان له مخې چې تیره اوونۍ یې وړاندې کړی، د حکومت ځینو برخو ته به د راتلونکي کال د جنوري او نورو برخو ته د فبروري تر میاشتې لګښتونه برابر شي.

خو پدې پلان کې نه یوازې دا چې د حکومت ځینو پروګرمونو لپاره په بودجې کې د ډیر کموالي لپاره د محافظه کارو جمهوري غوښتنکو غوښتنه نده منل شوې بلکې د مکسیکو – امریکا تر منځ په ګډ سرحد کې د کنټرول موضوع هم نده یاده شوې.

د نوي ټاکل شوي استازو مجلس مشر د بودجې په پلان کې بله غټه ستونزه دا هم ده چې د اوکراین او اسرائیل لپاره د جمهور رئیس بایډن د مالي مرستو موضوع هم پکې نده حل شوې.

که کانګرس او سپینه ماڼۍ د لګښتونو بودجې پر سر د جمعې تر ورځې موافقې ته ونه رسیږي، د حکومت غیر ضرورې برخې لکه د ملي پارکونو خدمات، مالیه ورکوونکو ته د سلا مشورې ورکولو چارې او د ساینسي څیړنو ځیني پروګرامونه به وتړل شي.

د کانګرس یو شمیر غړیو ویلي چې د دې پلان منظوریدل ډیر لږ چانس لري او سپینې ماڼۍ ویلي چې د پلان د ارزولو لپاره یې ځانګړې کمیټه جوړه کړې خو تر اوسه یې پدې هکله څه ندي ویلي چې جمهور رئیس بایډن به یې ومني که نه.

فورم \ دبحث خونه