شاته

د برتانیې پخوانی صدراعظم د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوی

د برتانیې پخوانی صدراعظم ډیوډ کیمرون دوشنبه نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د دې هیواد نوی د بهرنیو چارو زیر وټاکل شو.

د بهرنیو چارو مخکنی وزیر جیمز کلیورلي د کورنیو چارو نوي وزیر په توګه ټاکل شوی ځکه چې صدراعظم ریشي سوناک د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو مخکنۍ وزیره سویلا برویرمن له دندې ګوښه کړله.

د لندن حکومت داسې مهال په کابینې کې پراخ ادلون بدلون راوستی چې له یوې خوا پدې ښار کې د تشدد نه ډکې مظاهرې شوي او له بلې خوا پکې سیاسي ګډوډي ډیره شوې.

ډیوډ کیمرون چې ۵۷ کاله عمر لري، په ۲۰۱۶ کال کې یې وروسته تر هغه د صدراعظم په توګه دنده پریښوده چې برتانیې د اروپایي اتحادیې څخه د ټولپوښتنې په نتیجه کې د بیلیدو پریکړه وکړله.

ښاغلي کیمرون غوښتل چې برتانیه په اروپایي اتحادیې کې پاتې شي خو په رایه ګیرۍ کې معلومه شوه چې ۵۲ په سلو کې برتانویانو غوښتل د دې اتحادیې څخه ووځي او یوازې ۴۸ په سلو کې د صدراعظم سره یو شان نظر درلود.

په عین حال کې د نظر معلومولو یوې سروې کې چې د همدې روان کال د جولای په میاشت کې شوې وه ۴۵ برتانویانو پکې ویلي و چې کیمرون په برتانیې کې وضعیت لا خراب کړ او یوازې ۲۹ سلو کې پدې باور و چې هغه د هیواد چارې بهتره کړې وې.

پخپله ډیوډ کیمرون د بهرنیو چارو نوي وزیر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته په مرکې کې وویل چې د دولتي خدماتو لپاره لیوالتیا لري.

هغه وویل، " صدراعظم (ریشي سوناک) را څخه د دې دندې کولو غوښتنه وکړله. داسې وخت دی چې مونږ د هیواد په توګه د سختو ستونزو سره مخ یو. په منځني ختیځ کې شخړه او په اوکراین کې جګړه".

ښاغلي کیمرون همدارنګه وویل چې شپږ کاله د صدراعظم په توګه او ۱۱ کاله د محافظه کار ګوند مشر په توګه به د خپلې تجربې، اړیکو او علم څخه په ګټې اخیستو د صدراعظم ریشي سوناک سره د ائتلافونو او شراکت جوړولو کې مرسته وکړي.

ډیوډ کیمرون په ۲۰۱۰ کال کې غزه "د زندان کمپ" سره پرتله کړې وه او په اسرائیل یې انتقاد کړی و چې په لویدیخې قبضه شوې غاړې کې د ناقلو یهوادونو لپاره په غیر قانوني توګه د اوسیدو ځایونه جوړوي.

خو د صدراعظم په توګه یې د اسرائیل سره نږدې ملګرتیا هم درلوده.

فورم \ دبحث خونه