شاته

سرفراز بګټی: اسناد لرونکي افغان کډوال نه وباسو

په داسې حال کې چې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر ستنیدونکو افغان کډوالو سره د دغه هیواد د امنیني منسوبینو ناسم چلند په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي ویلي دي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال نه شړل کیږي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیرسرفرازبګتي د دوشنبې په ورځ نومبر۱۳( لړم ۲۲) د پاکستان مشرانو جرګې (سنا) ته د افغان کډوالو شړلو بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې تر دا مهاله له پاکستان څخه څه نا څه درې سوه زره ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په خبره په دوی کې یوازې اته زره یې حکومت اېستلي، پاتې نور یې په خپله خوښه تللي دي.

سرفراز بګټي د سنا مجلس ته وویل: "اسناد لرونکی افغان کډوال ته هېڅ لاس نه دی وروړل شوی، یوازې د ناقانونه کډوالو پروړاندې اقدام کېږي. او د پاکستان دولت دغه ناقانونیت ختمول غواړي.."

یاده دې وي چې د پاکستان سرپرست حکومت د تېرې اکتوبر میاشتې پر درېمه نېټه اعلان وکړ چې ناقانونه بهرنيان دې چې ډېری د افغانستان وګړي دي د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه له دې ملک څخه ووځي، که نه نو د نومبر میاشتې له پیلېدو سره سم به یې نیسي او خپلو ملکونو ته به یې ستنوي.

سرپرست وزیرسرفراز بګټي د سنا مجلس کې د کډوالو شړلو په دفاع کې وویل: "د پاکستان قانون وايي چې ناقانونه بهرنی وګړی دې ونیول شي، بندي دې کړل شي، قضیه دې پرې وچلول شي او له هېواد څخه دې واېستل شي."

بګټي وویل، چې حکومت ناقانونه کډوالو ته د اسانیتا ورکولو لپاره هغوی نه زندانونو ته اچوي، نه یې محکمې ته وړاندې کوي، بلکې په موقتي مرکزونو کې یې ساتي چې په دوو یا درو شپو کې یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

تر دې وړاندې، د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست ایالتي وزیر جان اڅکزي په کراچۍ ښار کې د خبري کانفرانس پر مهال ویلي ول، چې سرپرست حکومت به د دولتي پرېکړې له مخې د ناقانونه کډوالو تر ستنولو پس قانوني اسناد لرونکي کډوال هم وباسي.

همدا راز د نومبر میاشتې له پیل راهېسي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکول ش،ي او په ځینو برخو کې خو داسې پېښې هم شوي چې په موقتي مرکزونو کې نیول شوو کډوالو، خبریالانو ته د خپل مهاجرت کارډونه هم ورښکاره کړي خو بیا هم نیول شوي دي.

سرفراز بګټي د کډوالو ستونولو پر مهال د ستونزو پخلی وکړخو ویې ویل، "په دومر لویه پیمانه چې خلک ستنېږي نو په انتظاماتو کې خو به نیمګړتیاوې راځي."

‎ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د کډوالو د شړلو بهیر ودرودي، خو تر دې دمه د پاکستان حکومت دغو غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ویلی.

‎د طالبانو حکومت هم له پاکستان څخه غوښتي چې دا بهیر ودروي او افغان کډوالو ته وخت ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغانانو شړلو د اسلام اباد او طالبانو اړیکې هم خرابې کړي دي.

‎پاکستاني مقامات تور لګوي چې افغان کډوال په پاکستان کې د نا امنیو په پېښو کې دخیل دي او وايي چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته «په پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات» شوي دي.

‎د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې افغانستان د پاکستان د امنیت مسئول نه دی او پاکستان باید د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان و نه اچوي.

‎نوموړي ویلي دي چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدل دا مانا نه لري چې د طالبانو حکومت دې په کې لاس ولري.

‎بل لوري ته په ډله ایز ډول افغانستان ته د کډوالو شړل هلته د یو جدي بشري بحران خطر زېږولی دی. اکثریت ستانه شوي او ستانه کېدونکي په خپل هېواد کې سرپناوې او کافي صحي او نورې اسانتیاوې نلري

فورم \ دبحث خونه