شاته

لندن کې افغان اهل هنود او سیکان دیوالي نمانځي

د نومبر ۱۲مه نېټه د نړۍ په لر او بر کې هندوان، سیکان، بداهایان او د جین مذهب منونکي دیوالي نمانځي.

د بریتانیا مرکز لندن په ساوتهال سیمه کې چې پکې په ګڼ شمېر د افغانستان هندوان او سیکان میشت دي، په خپلو مندرونو او ګوردوارو کې له خپلو کورنیو سره یوځای دیوالي نمانځي.

په لندن کې د افغان مذهبي لږکیو یو مشر ویچر سینګ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د دیوالي نمانځل د ډیوو بلول او اورلوبه ده، چې په وینا یې تیاره پر رڼا او راستي پر بدي بری ومومي.

نوموړی زیاتوي: «دیوالي په هندویزم پورې اړه لري، هغه وخت چې سري رام چندرجي بنباس ځنګله ته ولاړ نو هلته یې ۱۴ کاله عبادت وکړ، خو د هغه په بېلتون او جدايۍ کې یې د مور سترګې ورپسې ړندې شوې. کله چې دی ۱۴ کاله پس کور ته ستون، هغه وخت د کلي محلت کوچنیانو یې مور ته زېری وروړ چې زوی ته راغلی، نو د مور یې په خوشحالۍ کې سترګو دید وکړ، نو له هغې ورځې موږ د خوشحالۍ ډیوې بلوو.»

د دیوالي په ورځ هندوان او سیکان خپل کورونه پاکوي، په تیاره ځایونه کې یې رڼا جوړوي، د خاورو ډیوې بلوي، خواږه راوړي او ځانګړي خواړه پخوي.

له کابل څخه کلونه وړاندې لندن ته راکډه شوې راګي هریندر له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «موږ په کور کې عبادت کوو. خوشحالي کوو، خواړه تیاروو، او دا دعا کوو چې دنیا دې نور له جنګونو خلاصه شي.»

د افغانستان په مذهبي لږکیو کې، یوه لویه برخه د خوستي سیکانو او هندوانو هم ده چې نه یوازې ښه کاروبارونه لري بلکې خپلو کې ډېر ښه کلک تړون او پیوستون لري. خو دلته له سوکاله ژوند سره سره دوی د خپل وطن دیوالي یې نه هېروي.

د لندن په ایلفورډ سیمه کې تجار ډاکټر هریندر له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل،«دوی په نن ورځ د خپل وطن افغانستان دیوالي یادوي، هلته په د خپلو کورنیو ټول واړه زاړه راټولېدو خوشالۍ به مو کولې، ډنډکی به مو پخولی، ټولو به یوځای خوړلی، اوس یې هم پخوو خو د وطن هغه مو نه هېرېږي.»

دوی د دیوالي پر ورځ د اورلوبې او ډول په شور کې چې په عقیده یې الکشمي نومې بلا شړي چې د لکشمي دیوتا ضد منفي سیوری دی. خو دې اورلوبو په دا وروستیو کلونو کې چاپېریال ته د تاوان رسولو اندېښنې هم راټوکولې.

فورم \ دبحث خونه