شاته

افغانستان کې په هرو څلورو کورنیو کې یې درې پوروړي دي – راپور

د ناروې د کډوالو د شورا یو راپور کې ویلي چې د دې سره سره چې په روان کال کې په افغانستان کې د کورنیو په پورونو کې یو څه کموالی راغلی، خو لا هم په دغه هیواد کې په هرو څلورو کورنیو کې یې درې پوروړي دي.

د ناروې د کډوالو د شورا اړوند د نورکپ (NORCAP)په دغه راپور کې ویلي که څه هم په ۲۰۲۲ کال کې د کورنیو د پور اوسط د ۵۹ زرو څخه په روان ۲۰۲۳ کال کې ۴۷ زرو افغانیو ته ټیټ شوی خو د تیرکال په څیر سږکال هم افغانستان کې ۷۶ فیصده کورنۍ پوروړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په تیر کال کې تر ۵۱ فیصدو پورې کورنیو دوه ځلې اقتصادي ټکانونه تجربه کړي و، چې دا اندازه په کلیوالو سیمو کې ۶۰ فیصده او ښارونو کې په میشتو کورنیو کې دا اندازه ۲۵ فیصده وه.

په پراخه کچه لوږه، د زلزلو، وچکالۍ او د نه اټکل کیدونکو سیلابونود راوتلو په څیر پرله پسې طبیعي ناورینونه، اقتصادي بحران او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې محدود کوونکي سیاسي تحولات په افغانستان کې په لوړه کچه د خلکو اړتیاوې او زیانونه زیات کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "مالي موانع اود کار کمبود د لوږې او زیان رسیدلو د اصلي محرک په توګه پیژندل کیږي. د ۸۰ فیصده کورنیو هر غړی په ورځ کې له یو ډالر څخه کم عاید لري".

ښځو له خوا د اداره کوونکو کورنیو وضعیت

په دې راپور کې ویل شوي چې په روان کال کې هغه کورنۍ چې د ښځو له خوا یې سرپرستې کیږي د روغتیايي خدمتونو لپاره یې خپل مصارف کم کړي دي او ۲۱ فیصده دغسې کورنیو خپل ماشومان د خوړو د کمښت او یا هم د خوړو د اخیستلو لپاره د کم عاید له امله له ښوونځیو څخه ایستلي دي.

ددې راپور له مخې دا شمیر د هغو کورنیو په برخه کې چې د سړیو له خوا اداره کیږي اته فیصده و.

په راپور کې ویل شوي چې ۵۸ فیصده ښځې د کار په برخه کې د ستونزو سره مخ دي. د کار موندنې د فرصتونو نشتوالی ۵۰ فیصده دی او د زده کړو نلرل ۵۹ فیصده او هم د ښځو پر وړاندې ټولنیز او فرهنګي محدودیتونه ۵۹ فیصده دي.

د نورکپ (NORCAP)د ادارې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي تحولاتو وروسته او د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز د افغان میرمنو پر وړاندې اقتصادي محدودیتونه زیات کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې دغه محدودیتونه د فرهنګي او ټولنیزو موانعو سربیره لومړنیو خدمتونو ته د ښځو او نجونو په لاسرسي باندې اغیزه کړې ده.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدو وروسته پر ښځو اونجونو باندې په پرلپسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

نجونې یې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو څخه منع کړي دي.

ددې سربیره طالبانو حکومت د دوو کلنو څخه په زیاته موده کې د کور څخه بهر د اوږده سفر پر مهال د محرم شتون او هم د کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو شرطونه هم ایښي دي او هم یې ښځې د سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو منع کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د زده کړو په برخه کې محدودیونه هم دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه