شاته

صرافانو ټولنه: د ډالرو مقابل کې د افغانیو لوړیدل د خلکو په ګټه نه دي

د افغانستان د اسعارو په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په بي ساري ډول د افغانۍ د بیو د لوړیدو وروسته د کابل د سرای شهزاده د صرافانو ټولنه وايي چې د افغانۍ د یو ځلې بیې لوړیدل د خلکو د اقتصاد په ګټه نه دي.

ددغې ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمان ځیرک د دوشنبې په ورځ نومبر۱۳( لړم ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې تیره ورځ یو امریکايي ډالر د ۶۶ افغانیو سره تبادله کیده، خو نن یې بیه بیرته ۶۹ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ بیه په داسې حال کې لوړه تللې چې شاوخوا درې اونۍ دمخه یو امریکايي ډالر د ۷۸ او ۷۵ افغانیو سره تبادله کیده.

ځیرک وویل: "په عمومي ډول زمونږ نظر دا دی چې په یوځل د افغانۍ د ارزښت لوړیدل د هیچا په ګټه نه دي، دا نه د مرکزي بانک پالیسي ده او نه هم د امارت ( طالبانو د حکومت) او نه هم د خلکو په ګټه دا تمامیږي، بلکې مونږ غواړو چې د ډالرو بیه په تدریجي توګه ښکته راشي، او ورسره هممهاله د خوراکي او نفتي توکو بیې هم ښکته شي."

هغه وویل چې د صرافانو ټولنې غړو په دې مسئلې د افغانستان د مرکزي بانک سره غونډه لرله او د مرکزي بانک نظر هم دا و چې په کار نه دي افغانان ددې پلوه زیات مالي زیان وزغمي.

د اقتصادي چارو کارپوه عیسی رضايي په دې اړه امریکا غږ ته د بشري مرستو تر نامه لاندې د افغانستان مالي بازارونو ته په زیاته اندازه د ډالرو وړاندې کول او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې ازادول د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د لوړیدو د اصلي علتونو په توګه یاد کړل.

رضايي وویل:" زما له نظره دا یو لنډ مهاله بهیر دی، اوږد نه دی، ددې لپاره چې د افغانستان اقتصادي بنیاد پایداره نه دی او مونږ نشو کولی چې ددغو مرستو او پیسو چې په یو ځل د افغانستان بازار ته داخلیږي پرې حساب وکړو."

د نوموړي په وینا په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو باندې متکي و او هر کله چې په دغو مرستو کې نوسان راغلی د افغانستان اقتصاد هم غبرګون ښودلی او تر ټولو لومړنی غبرګون یې د بهرنیو اسعارو په بازار کې ښودلی و.

د کابل په بازارونو کې د نغدو پیسو کمښت او د افغانستان بانک له خوا د ډالرو پرلپسې لیلام د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د بیې د لوړیدو د نورو دلایلو په توګه ښودل کیږي.

خو د افغانستان بانک وايي چې دا بانک د پولي بازار څخه په منظم ډول څارنه کوي او د بهرنیو اسعارو د بیو د ټیټیدو لپاره اړین ګامونه پورته کوي.

ددغه بانک له خوا د نومبر په ۱۲ (لړم ۲۱) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بانک په بازار کې د افغانۍ د مندرسو بانک نوټونو د ټولولو بهیر پیل کړی او د افغانۍ د رواجولو بهیر هم په تدریجي ډول دوام لري.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: "دا بانک کافي پولي سرچینې په اختیار کې لري ترڅو د افغانۍ اړتیاوې او بازار کې د اسعارو اړتیاوې پوره کړي".

دغه بانک خلکو ته ډاډ ورکړی چې په کافي اندازه د افغانۍ بانک نوټونه په اختیار کې لري، چې پولي شاخصونو ته په پاملرنې به بازار ته وړاندې شي.

فورم \ دبحث خونه