شاته

ایران درې کسان په ناامنیو کې د لاس لرلو په تور په دار وځړول

ایران د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) درې کسان د ناامنیو په پېښو کې د لاس لرلو په تور په دار وځړول.

د ایران د عدلیې وزارت ویلي چې دا کسان د سیستان-بلوچستان په مرکز زاهدان کې په ۲۰۱۹ کې د پولیسو پر یو مرکز او د ګزمې پر موټر د بمي بریدونو په ترسره کولو محکوم شوي وو.

د عدلیې وزارت میزان وبسایټ د سیستان-بلوچستان ولایت د عدلیې رئیس علي مصطفوي‌نیا له قوله ویلي: "په زاهدان کې د چاودنو پر عاملینو باندې سزا نن تطبیق شوه."

مصطفوي‌نیا وویل، تورن کسان د "پوځي روزنې ترلاسه کولو، د بمونو جوړولو او لیږدولو" په جرم محکوم شوي وو.

د میزان رسنۍ د راپور په اساس، پر اعدام شويو کسانو د سني جیش العدل وسله والې ډلې د غړیتوب تور وو چې د ایران لخوا د "ترهګر" سازمان په توګه په تور لیست کې شامله ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو په وینا، ایران هر کال له چین وروسته، د بل هر هیواد په پرتله ډیر خلک اعداموي.

په ناروې کې میشته د ایران د بشري حقونو ډلې د خپل نومبر میاشتې په راپور کې ویلي، سږ کال تر اوسه د ایران له خوا تر ۶۰۰ ډېر کسان اعدام شوي، چې دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ایران په بې وزله سیستان-بلوچستان ولایت کې، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، له کلونو راهیسې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو، د بلوڅو اقلیت یاغیانو او سني افراطي ډلو فعالیت په دغه ولایت کې د روانو ناکراریو لامل بلل کیږي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دوشنبې په ورځ وویل چې له پاکستان سره پولې ته څېرمه له یوې وسله والې ډلې سره په جګړه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سپتمبر په میاشت کې، د وسله والو په یو جلا برید کې دوه پولیس ووژل شول. د جولای په میاشت کې هم د پولیسو پر یوې ګزمې په برید کې څلور پولیس وژل شوي وو.

د دې میاشتې په پیل کې، په سیستان-بلوچستان کې د وسله والو په برید کې دوه پولیس او څلور بریدګر ووژل شول او جیش العدل یې د مسئولیت ادعا وکړه.

د ۲۰۲۲ په سپتمبر کې د ایراني پولیسو په توقیف کې د یوې کردۍ ایرانۍ ځوانې د وژل کېدو په غبرګون کې په ایران کې د پراخو مظاهرو لمن زاهدان ته هم غځېدلې وه چې په ترڅ کې یې په دې ښار کې په لسګونو کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه