شاته

سوریه کې د امریکا په هوايي بریدونو کې اته ایران پلوه وسله وال وژل شوي - راپور

د جګړې یوې څارونکې ادارې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) وویل، د سوریې په ختیځ کې د امریکا په هوايي بریدونو کې اته ایران پوله وسله وال وژل شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت چارواکو تائید کړه چې پر امریکایي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې یې په ختیځه سوریه کې هوايي بریدونه کړي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د سوریې ختیځ په دیرالزور ولایت کې د عراق پولې ته څېرمه د میادین او ابو کمال په سیمو کې د یکشنبې په ورځ ناوخته د بریدونو په پایله کې "اته ایران پلوه سوله وال وژل شوي، چې لږترلږه یو پکې د سوریې او یو بل د عراق وګړی دی."

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه د ولسمشر جو بایډن په امر شوي.

ښاغلي آسټن په اعلامیې کې ویلي چې یو برید د سوریې ابو کمال ښار سره نږدې د روزنې په یو مرکز شوی او بل برید بیا د میادین ښار سره نږدې پر یو پټنځای شوی دی.

د دفاع وزیر په اعلامیې کې ویلي، "ولسمشر [جو بایډن] ته د امریکایي ځواکونو تر خوندیتوب بل کوم شی لوړ لومړیتوب نلري او د نن ورځې د کړنې په امر سره یې ښکاره کړله چې متحده ایالات به د خپل ځان، پرسونل او ګټو دفاع کوي."

دا له دریو اونیو څخه په کمه موده کې دریم ځل و چې د متحده ایالاتو ځواکونو په سوریه کې داسې ځایونه په نښه کړي چې ویل کیږي د ایران ملاتړ لرونکو هغو وسله والو پورې اړه لري، چې واشنګټن یې په منځني ختیځ کې پر خپلو ځواکونو باندې د بریدونو د زیاتېدو له کبله پړه ګڼي.

امریکا ویلي چې د تیرې اکټوبر میاشتې د اوومې نیټې راهیسې چې حماس په اسرائیل برید وکړ او اسرائیل یې په ځواب کې په غزې هوایي بمبارۍ پیل کړې، په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه ډیر شوي چې ملامتي یې په ایران پلوو ملیشو اچول کیږي.

ایران او ملاتړي یې وایي متحده ایالات د اسرائیل لخوا د حماس پر ضد جګړې پیل کولو کې مسؤلیت لري.

واشنګټن وايي، د اکتوبر له ۷ نېټې راپدیخوا په منځني ختیځ کې د دوی په عسکرو باندې د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو څه باندې ۴۰ بریدونه شوي دي. په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دیره دي چې د داعش د بیا پورته کېدو مخه ونیسي.

دا بریدونه د حماس او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل کېدو وروسته شوي. امریکا هڅه کوي چې دا جګړې نوره پراخه نشي.

فورم \ دبحث خونه