شاته

پاکستان د افغان کډوالو د چټک شړلو لپاره نوې لارې پرانیزي 

پاکستاني مقاماتو د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) وویل چې په پاکستان کې د اسنادو نه لرونکو افغانانو د ایستلو د بهیر د چټک کولو لپاره یې درې نورې سرحدي لارې پرانیستلي دي.

پاکستان تېره میاشت ټولو هغو خلکو ته چې په دغه هېواد کې د مهاجرت له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، خبرداری ورکړی و چې د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دې له پاکستان څخه ووځي. په دوی کې شاوخوا ۱.۷ میلیون افغانان هم شامل دي.

راپورونه وايي چې سلګونه زره افغانان په تېرو څو اوونیو کې له پاکستان څخه اېستل شوي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت سرپرست جان اڅکزی وایي چې دا درې نوې لارې د بلوچستان په ایالت کې جوړې شوي، دغلته د چمن-سپین بولدک لاره هم شته. نوموړي وويل د نویو لارو جوړولو پرېکړه یې له هغې وروسته وکړه چې د چمن-سپین بولدک په لاره کې ګڼه ګوڼه خورا زیاته شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي چې د کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان حکومت له اعلان وروسته شاوخوا ۲۷۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې راهېسې د هغو خلکو نیول پيل کړي، چې د چارواکو په وینا د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د کډوالو د شړلو بهیر ودرودي، خو تر دې دمه د پاکستان حکومت دغو غوښتنو ته کوم مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو حکومت هم له پاکستان څخه غوښتي چې دا بهیر ودروي او افغان کډوالو ته وخت ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي. له پاکستان څخه د افغانانو شړلو د اسلام اباد او طالبانو روابط هم خراب کړي دي.

پاکستاني مقامات تور لګوي چې افغان کډوال په پاکستان کې د نا امنیو په پېښو کې دخیل دي او وايي چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته «په پاکستان کې ترهګریزې پېښې ۶۰ او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات» شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې افغانستان د پاکستان د امنیت مسئول نه دی او پاکستان باید د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان وا نه اچوي.

نوموړي ویلي دي چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې د نا امنیو زیاتېدل دا مانا نه لري چې د طالبانو حکومت دې په کې لاس ولري.

بل لوري ته په ډله ایز ډول افغانستان ته د کډوالو شړل هلته د یو جدي بشري بحران خطر زېږولی دی. اکثریت ستانه شوي او ستانه کېدونکي په خپل هېواد کې سرپناوې او کافي صحي او نورې اسانتیاوې نلري.

فورم \ دبحث خونه