شاته

د برتانیې د پارلمان غړي: د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه دې ترهګر سازمان په توګه وپیژندل شي

د برتانیې د پارلمان یو شمیر غړیو یکشنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) د حکومت څخه غوښتي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو دې د ترهګر سازمان په توګه وپیژندل شي.

د پارلمان دې غړیو ویلي چې که چیرته د ایران دا ځواکونه د ترهګر سازمان په توګه وپیژندل شي، په منځني ختیځ کې د ثبات بیرته راتلو په لور به یو ګام وي.

سره لدې چې د برتانیې حکومت وار د مخه د ایران پدې ځواکونو بندیزونه لګولي خو د ترهګر سازمان په توګه پیژندل به یې پدې معنی وي چې غړیتوب، په غونډو کې یې ګډون کول او یا په عام محضر کې یې لوحې لیږدول به په برتانیې کې جرم شي.

د برتانیې د پارلمان څه باندې ۶۰ غړیو په یو لیک چې د هیواد صدراعظم ریشي سوناک ته یې استولی غوښتلي چې په منځني ختیځ کې روانې شخړې ته په کتو تر بل هر وخت اړین دی چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو د ترهګر سازمان په توګه وپیژندل شي.

دا لیک چې د پارلمان جګپوړو غړیو لاسلیک کړی پکې ویل شوي، " مونږ پخپل حکومت غږ کوو چې د بهرني سازمان په توګه د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د پیژندلو اړتیا درک کړي او دا شان عمل دې وکړي".

پدې لیک کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړل شي ویل شوي چې د ترهګر سازمان په توګه د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو پیژندل به په منځني ختیځ کې د سولې، ثبات او عدالت په لور مهم ګام وي.

د پارلمان دې غړیو د غوښتنې څخه وړاندې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و چې دا هیواد په عملي توګه پدې غور کوي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د ترهګر سازمان په توګه وپیژني خو تر دې دمه یې پدې هکله پریکړه نده کړې.

د برتانیې د پارلمان غړي داسې مهال دا غوښتنه کوي چې د حماس ډلې د تیرې اکټوبر میاشتې په ۷ مې ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ.

اسرائیلي چارواکي وایي چې پدې بریدونو کې ۱۲ سوه اسرائیلیان وژل شوي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو د دې بریدونو په ځواب کې د غزې په تړانګې هوایی بمبارۍ پیل کړلې چې د غزې د عامې روغتیا مسؤلینو په وینا پدې بمباریو کې شاوخوا ۱۱ زره کسان وژل شويدي.

په غزې کې دا مرګ ژوبله کومې خپلواکې سرچینې نده تائید کړې.

په ایران دا تور دی چې د حماس د ډلې سره نظامي او لوژستیکي ملاتړ کوي او هم یې وسله وال روزي.

ایران هم منلې چې د حماس سره ملاتړ کوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په اسرائیل ددې ډلې په برید کې یې هیڅ ډول لاس نه درولود.

ها خوا د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي تیره ورځ د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د اسلامي همکارۍ او عرب لیګ هیوادونو په ګډې غونډې کې وویل چې اسلامي هیوادونه باید د اسرائیل پوځ د "ترهګر سازمان" په توګه ومني.

فورم \ دبحث خونه