شاته

امریکا په سوریه کې د ایران اړوند تاسیسات ویشتي دي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي امریکایي ځواکونو یکشنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) په سوریه کې دوه هوایي بریدونه په ایراني او د ملګرو ډلو په تاسیساتو یې کړیدي.

دا په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د بریدونو زیاتیدو په غبرګون کې د متحده ایالاتو تازه ځوابي برید دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه د جمهور رئیس جو بایډن په امر شوي.

ښاغلي آسټن په اعلامیې کې ویلي چې یو برید د سوریې البو کمال ښار سره نږدې د روزنې په یو مرکز شوی او بل برید بیا د میادین ښار سره نږدې د پټیدو په یو خوندي کور شوی.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا پدې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه.

د دفاع وزیر په اعلامیې کې ویلي، " جمهور رئیس (جو بایډن) ته د امریکایي ځواکونو تر خوندیتوب بل کوم شی لوړ لومړیتوب نلري او د نن ورځې د کړنې په امر سره یې ښکاره کړله چې متحده ایالات به د خپل ځان، پرسونل او ګټو دفاع کوي".

امریکا ویلي چې د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راهیسې چې حماس په اسرائیل برید وکړ او اسرائیل یې په ځواب کې په غزې هوایي بمبارۍ وکړلې، په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه ډیر شوي چې ملامتي یې په ایراني پلوو ملیشو اچول کیږي.

په سوریې کې سیمه ایزو سرچینو ویلي چې د البوکمال ښار ګوټي په لویدیځ کې د دیر الزور په ولایت کې پروت دی، بریدونه د روزنې په یو مرکز شوي چې کنټرول یې د هغو ملیشو په لاس کې دی چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

دې سرچینې همدارنګه ویلي چې دویم برید چې د میادین ښارګوټي سره نږدې شوی، د عراق سرحد سره نږدې هغې سیمې باندې شوی چې د ایراني پلوو ملیشو قوي مرکز پکې دی.

دا د حماس – اسرائیل تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې د متحده ایالاتو دریم برید دی چې په سوریه کې دننه د ایراني پلوو ملیشو په مرکزونو باندې یې کوي.

ایران او ملاتړي یې وایي متحده ایالات د اسرائیل لخوا د حماس پر ضد جګړې پیل کولو کې مسؤلیت لري.

واشنګټن د اکتوبر له ۱۷ نېټې راپدیخوا په منځني ختیځ کې د دوی په عسکرو باندې د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو څه باندې ۴۰ بریدونه شوي دي. په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دیره دي چې د داعش د بیا پورته کېدو مخه ونیسي.

دا بریدونه د حماس-اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل کېدو وروسته شوي. امریکا هڅه کوي چې دا جګړې نوره پراخه نشي.

فورم \ دبحث خونه