شاته

اردوغان پر امریکا د فشار راوړلو غږ وکړ چې د اسرائیل د یرغل مخه ونیسي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) پر متحده ایالاتو باندې د فشار راوړلو غږ وکړ چې پر غزې باندې د اسرائیل بریدونو ودروي، خو وویل ترڅو چې واشنګټن دا سیمه د فلسطین د خاورې په توګه نه وي منلې، کومه موافقه به ونه شي.

اردوغان د شنبې په ورځ د سعودي په پلازمینه ریاض کې د عربي او مسلمانو هیوادونو د مشرانو له سرمشریزې څخه بیرته هیواد ته ستون شو؛ هغه سرمشریزه چې په غزه کې یې د اسرائیلي ځواکونو "وحشیانه اعمال" وغندل پرته له دې چې په وړاندې یې د قوي مجازاتو کوم اقدام تصویب کړي.

ټاکل شوې چې اردوغان د راتلونکې جمعې په ورځ جرمني ته سفر وکړي او په پام کې لري چې په راتلونکو اونیو کې مصر ولاړ شي او د ایران د ولسمشر کوربه شي.

اردوغان له ریاض څخه د راستنېدو پر وخت په الوتکه کې ترکي خبریالانو ته وویل، «موږ باید له مصر او خلیج هېوادونو سره خبرې وکړو او پر امریکا فشار راوړو.»

هغه وويل: "امريکا بايد پر اسرائیل فشار زيات کړي. لويديځ بايد پر اسرائيل فشار زيات کړي... دا زموږ لپاره ډیره مهمه ده چې اوربند وشي."

اردوغان، چې د نومبر په پنځمه انقرې ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د سفر په وخت کې د ترکیې د شمال ختیځ یو کلي ته تللی و، د ولسمشر جو بایډن سره یې د لیدنې احتمال رد نه کړ.

اردوغان وویل: "تر ټولو مهم هیواد چې باید ښکیل شي متحده ایالات دي چې په اسرائیل نفوذ لري"، خو هغه وویل چې هغه به بایډن ته تلیفون ونه کړي.

ښاغلي اردوغان وویل، بلینکن "صرف دلته (ترکیې ته) راغلی و. زه فکر کوم چې بایډن به اوس زموږ کوربه وي. دا به زما لپاره مناسبه نه وي چې بایډن ته ټیلیفون وکړم." هغه زیلاته کړه، چې امریکا باید غزه د فلسطیني خاورې په توګه ومني.

هغه وویل: "موږ نشو کولی د بایډن سره موافقه وکړو که چیرې هغه غزې ته د فلسطین د خلکو د ځمکې پر ځای د میشت شویو اشغالګرو یا اسرائیل د ځمکې په توګه وګوري."

ترکیه په پرله پسې توګه په غزه کې د اسرائیل په بریدونو کلکه نیوکه کوي. د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو له خوا په اسرائیل باندې د برید چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۲۰۰کسان چې اکثر یې ملکیان وو، په کې وژل شوي دي. د حماس سخت دریځو همداشان شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړي هم دي.
اسرائیل د حماس د بریدونو په غبرګون کې پر غزې هوایي، توپچي او ځمکني بریدونه پیل کړي چې د حماس تر کنترول لاندې غزې د روغتیا وړزارت په وینا په کې تر اوسه څه دپاسه ۱۱ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکي وګړي دي. د غزې د روغتیا وزارت شمیرې په خپلواکه توګه ندي تائید شوي.

اردوغان د یکشنبې په ورځ په استانبول کې په یوه بله وینا کې چې د ترکیې له ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شوه، د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو په غوسه شو.

اردوغان وویل: "ای نتنیاهو، دا ستاسو ښې ورځې دي، نورې مختلفې ورځې ستاسو په تمه دي ... نتنیاهو تاسو باید پوه شئ چې تلونکی یې." اردوغان، دمخه د اسرائیل مشر ته په خطاب کې ویلي وو چې "نور داسې څوک نه دی چې موږ ورسره خبرې وکړو".

فورم \ دبحث خونه