شاته

له غزې څخه ۵۰۰ دوه تابعیت لرونکي وګړي مصر ته وتلي 

د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) له غزې څخه شاوخوا ۵۰۰ دوه تابعیت لرونکي، بهرنیان او یو شمېر فلسطیني زخمیان مصر ته رسېدلي دي.

د مصر یو امنیتي مقام فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې «د ۱۵ بېلا بېلو هېوادونو ۵۰۰ اتباع مصر ته داخل» شوي دي.

د مصر استخباراتي‌ ادارې ته نژدې د «القاهره نیوز» خبر ورکړی چې «اووه فلسطینی زخمیان» هم مصر ته رسېدلي دي. د مصر رفح سرحد د غزې سره یوازینۍ لاره ده چې اسرائیل پرې کنترول نلري. دا لار د جمعې او شنبې په ورځو کې بنده وي.

په غزې کې د حماس حکومت د سرحد مسئولینو د شنبې په ورځ له ټولو هغو کسانو څخه‌ «چې بهرني پاسپورتونه لري ‌او د انتقال په لست کې شامل دي» وغوښتل چې تونل ته ځانونه ورسوي. دا تونل د غزې تړانګې په جنوب کې دی او د مصر سنا ته لاره لري.

د نومبر له لومړۍ نېټې راوروسته لسګونه فلسطیني زخمیان مصر ته انتقال شوي او د امریکا، فرانسې، روسیې او نورو هېوادونو دوه تابعیت لرونکي اتباع او بهرنیان هم د رفح له لارې مصر ته رسېدلي دي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېته په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائیلي مقامات وایي چې به دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائيلیان وژل شوي او ۲۴۰ تنه نور، چې بهرنیان هم په کې دي،‌ یرغمل نیول شوي دي.

په غزې کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې زرګونه یې ماشومان دي.

غزه ۲.۴ میلیون نفوس لري چې اکثریت یې له دغې سیمې څخه وتلای نشي.

فورم \ دبحث خونه