شاته

پنځه امریکایي عسکر د الوتکې د لویدو په پېښه کې مړه شوي 

په اروپا کې د امریکا د پوځ قومنداني (ای یو کام) د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) وویل چې د مدیترانې په بحیرې کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې پنځه عسکر مړه شوي دي.

دغې قومندانۍ ویلي دي چې پېښه د شنبې په ورځ د پوځي تمرین په مهال شوې ده. د الوتکې ډول، د پرواز مشخص ځای او هدف نه دي څرګند شوي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «د پوځي روزنې د برخې په توګه د متحدو ایالتونو یوه الوتکه، چې پنځه تنه په کې سپاره وو، په هوا کې د تیل اچولو د معمول ماموریت په وخت له پېښې سره مخامخ شوې ده او د مدیترانې په بحیرې کې غورځېدلې ده. په الوتکې کې ټول پنځه سپاره پوځیان مړه شوي دي. »

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، امریکا له دغې پېښې وروسته سیمې ته الوتکې وړونکې بېړۍ واستولې.

اسرائیل په لومړي سر کې ویلي وو چې د حماس په برید کې ۱۴۰۰کسان وژل شوي خو وروسته یې دا شمېر۱۲۰۰ وښوده. په غزې کې روغتیایي مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

خو د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت دغه شمیرې تر اوسه په خپلواکه توګه نه تائید شوي او نه هم رد شوي دي.

فورم \ دبحث خونه