شاته

ملګرو ملتونه: هرات کې له څه باندې ۱۷۶زره زلزله ځپلو سره مرستې شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې هرات ولایت کې د رښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلو څخه یوه میاشت وروسته د مرستې رسوونې موسسو له ۱۷۶۷۰۰ زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده.

اوچا د یکشنبې په ورځ نومبر۱۲ (لړم ۲۱) په یو راپور کې ویلي چې زلزله ځپلو سره په شویو مرستو کې په اضطراري ډول د سرپناه، نغدې مرستې، غیر خوراکي توکو مرستې چې په کې کمپلې او د سرپناه د جوړولو وسایل شامل وو شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ۱۱۴۰۰ کورنیو خیمې ترلاسه کړي اوشاوخوا ۹۰۰۰کورنیو سره د ۲.۴ میلیونه ډالرو نغدې مرستې شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي چې د ۵۵۰۰ کورنیو هرې کورنۍ سره د ۳۴۰ امریکايي ډالر او شاوخوا ۳۵۰۰ نورو کورنیو هرې کورنۍ سره د ۱۷۶ امریکايي دالرو مرسته شوې ده.

د اوچا په دې راپور کې ویل شوي چې ۱۲۵۰۰ کورنیو سره د ژمي لپاره د کمپلو او له ۹۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره د سرپناه لپاره د تعمیراتي توکو مرسته شوې ده.

اوچا ویلی:" همدارنګه د ۸۶۵۰۰ کسانو سره په اضطراري ډول د خوړو مرستې او ۵۰۰۰ کسانو سره د مالدارۍ د ملاتړ په برخه کې مرستې شوي او ددې سربیره د پنځه کلنو ښکته عمر نږدې یوولس زرو نجونو او هلکانو ته قوي مغذي خواړه ۳۱۳۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي".

همدارنګه دغې ادارې ویلي چې د ۶۷۰۰ زیاتو ښځو او نجونو ته د نسایي حفظ الحصې بستې ورکړل شوي دي او ددې سربیره ۲۲۴۰ ماشومانو ته د روحي ستونزو د درملنې په برخه کې ملاتړ برابر شوی دی.

د اوچا په دغه راپور کې ویل شوي چې په ۱۴۲ کلیو ګې زلزله ځپلو د څښلو پاکو اوبو ته بیرته لاس رسی موندلی دی.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم( تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴( تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزلو زیات ټکانونه هم احساس شوي دي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه د زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي چې تراوسه زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۴ میلیونو ډالرو د برابرولو ژمنه هم شوې ده، د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو وګړو د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

تیره ورځ اروپايي ټولنې افغانستان سره تازه د ۶۱ میلیونو یورو مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې ددغو پیسو یوه برخه به د هرات ولایت د زلزله ځپلو د خیر ښیګڼې په چارو په مصرف ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه