شاته

ډبلیو ایف پي: ژمي کې افغانانو ته د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، مخکې له دې چې د راروان ژمي د موسم واورې د لرو پرتو سیمو لارې بندې کړي دا پروګرام ډیرو زیاتو مرستو ته اړو افغانانو ته د خوړو د مرستې د برابرولو لپاره څلور سوو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ نومبر۱۲ (لړم ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې: "د ژمي موسم پیل ته یوازې څو اونۍ پاتې دي، د ژمي واورې او یخ به د کلیوالو سیمو لارې په بشبړ ډول بندې کړي. ۴۰۰ میلیونو ډالره هغه څه دي چې مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي په افغانستان کې اړو کسانو ته پرې خواړه برابریدلی شي".

د خوړو نړیوال پروګرام د نړیوالې ټولنې څخه ددې مرستې د برابرولو له غوښتنې دمخه د افغانستان لپاره ددې پروګرام مرستیال هرالډ ماینهرټ په لنډو ویډیوي څرګندونو کې افغانستان ته له پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو د ستنیدلو او په دغه هیواد کې ستنیدونکو کډوالو ستونزو ته په اشارې ویلي دي چې دا ستنیدونکي کډوال د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ښاغلي ماین هرټ ویلي: "هغوي چې د زیاتو کلنو لپاره یې په پاکستان کې ژوند کړی او په افغانستان کې د اوسیدانې لپاره ځای نلري چې لاړ شي ستنیدلو ته مجبور شوي دي. هغوی ټول لوږې او یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي".

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکي ویلي چې دا پروګرام ستنیدونکو کډوالو ته په سرحد کې د یوې میاشتې د خوړو د برابرولو لپاره کار کوي، خو دې وايي چې تمه ده چې په راروانو اونیو کې په داسې حال کې چې سوړ ژمی په مخ کې دی سلګونو زره کورنۍ د پاکستان څخه وطن ته ددغو سرحدي لارو ستنې شي.

ښاغلي ماینهرټ ویلي: "د خوړو نړیوال پروګرام د نورې بودیجې د ترلاسه کولو پرته هغوی سره مرسته نشي کولی".

هغه د مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو څخه په بیړني ډول دغو ستنیدونکو کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر چې د روان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې په سر کې د پاکستان د حکومت له خوا ددغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو د پریکړې وروسته ډیر چټک شوی او د اکتوبر د میاشتې راهیسې په لسګونو زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلاخان خروټي د طلوع نیوز ته په مرکه کې ویلي چې په تیرو دوو اونیو کې د پاکستان او ایران څخه نږدې درې سوه زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه