شاته

اصف درانی: د ټي ټي پي خلع سلاح کول او مهارول د طالبانو مسوولیت دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې نږدې شپږ زره وسله وال حضور لري چې د پاکستان په سرحدي سیمو باندې په بریدونو کې لاس لري.

اصف دراني د امبیزیډر لانج (Ambassadors' Lounge) په نوم د پنځه پخوانیو پاکستاني سفیرانو له خوا جوړې شوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې میشت د تحریک طالبان پاکستان وسله وال له سرحد وراوړي او په بریدونو کې پاکستاني امنیتي منسوبین په نښه کوي چې دا مسله نه یوازې د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ مسله ده بلکې د افغانستان سره د پاکستان په اړیکو هم اغیز کوي.

ښاغلي دراني وویل: "د افغانستان اوسني واکداران ادعا کوي چې سوله ټینګه شوې، فساد له منځه تللی او د جرمونو کچه ټیټه شوې ده، افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره په یو ډیر بد خوب بدله شوې، ددې لپاره چې افغانستان کې کومو کسانو ته پناه ورکړل شوې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي".

اصف دراني د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم د تیرې اونۍ څرګندونې بیا تکرار کړې او ویې ویل چې له کوم وخت څخه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي په پاکستان کې د ترهګریزونو بریدونو کې ۶۵ فیصده او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل چې دا مسله د پاکستان لپاره د اندیښنې وړ مسله ده.

اصف دراني وویل چې د تحریک طالبان پاکستان مهارول او د هغوی بې وسلې کول د طالبانو د حکومت مسوولیت دی.

ښاغلي دراني وویل: "زمونږ لپاره ټي ټي پي یوه مسله ده، ځکه هغوی په افغانستان کې دي، د همدې له امله د هغوی مهارول او خلع سلاح کول د افغانستان د حکومت مسوولیت دی".

د حکومت تراوسه افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لنډ‌ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ تقریبآ ورته څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و چې پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي".

ښاغلي کاکړ تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې یو پاکستاني لوړ پوړې پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت څخه غوښتي وو چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار واخلي.

ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي و چې افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسئولیت نه لري او د هغه په وینا پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي."

د مجاهد په وینا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته "په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو."

فورم \ دبحث خونه