شاته

په هند کې یو تونل نړېدلی او ۴۰ کارګر په کې ګېر پاته دي 

د هند په شمال کې د یو تونل د یوې برخې له نړېدو وروسته شاوخوا ۴۰ کارګر په کې دننه ګېر شوي دي. له تونل څخه د وتلو لاره بنده شوې ده.

هندي مقامات وايي چې دا پېښه نن یکشنبه اکتوبر ۱۲ (لړم ۲۱) د هند د اتراکند په ایالت کې شوې ده. چارواکي وايي دا ۴.۵ کیلو میتر تونل په دغې لېرې پرتې سیمې کې د یوې لارې د جوړېدو د پروژې یوه برخه ده.

په سیمه کې د دا ډول پېښو د مخنیوي د ادارې یو مسئول دورګیش رتودي فرانس پرس اژانس ته وویل: «دا تونل نژدې ۲۰۰ میتره نړېدلی دی... ۴۰ یا ۴۱ کارګر په تونل کې دننه ګیر پاتې دي. هغوی ته اکیسجن انتقال شوی. د ملي ادارو له لوري خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د سمینټو یوې ډېرۍ د تونل خوله بنده کړې ده.»

د اتراکند اعلی وزیر پوشکار سنګ دهامي د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دی: « خدای ته دوعا وکړئ چې په تونل کې ګیر کارګر سلامت واېستل شي.»

دورګیش رتودي وویل چې د یو ټیوب له لارې دغو کارګرو ته اکسیجن انتقالوي. هغه وايي چې کارګرو ته یې پیغام انتقال کړی او ډاډ یې ورکړی چې د اېستلو لپاره به یې ټولې هڅې وکارول شي.

هغه زیاته کړه چې مرسته کوونکی لګیا دي‌ لاره پاکوي، خو څومره چې لاره پاکېږي، د تونل نورې برخې نړېږي.

په سیمه کې یو پولیس رسنیو ته ویلي دي چې «هیله لري» ګیر پاتې ټول کارګر به ژوندي واېستل شي. دغه پولیس ویلي: «سخته ده چې ووایو دا کار به څومره وخت ونیسي.»

دا تونل د لارو د جوړولو لپاره د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د ابتګار یوه برخه ده چې هدف یې په دغه هېواد کې د هندوانو د مشهورو عبادتځایونو ترمنځ د لارو غځول دي.

فورم \ دبحث خونه