شاته

جرمني غواړي د شولتز د پلان له مخې له اوکراین سره پوځي مرستې دوه برابره کړي

په برلین کې یوې سیاسي سرچینې د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) وویل، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز واکمن ایتلاف موافقه کړې چې له اوکراین سره د دغه هېواد پوځي مرستې په راتلونکي کال کې دوه برابره کړي چې اته میلیارده یورو (۸.۵ میلیارده ډالرو) ته به ورسیږي.

که دا پلان د پارلمان لخوا چې د شولتز ایتلافي ګوندونه په کې اکثریت لري تصویب شي، د مرستو دغه زیاتوالی به د جرمني دفاعي لګښتونه ددې هیواد د ناخالص کورني تولید ۲.۱ فیصدو ته ورسوي.

پداسې حال کې چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناتو) د سازمان ټول غړي هیوادونه مکلف دي چې د خپل ناخالص کورني تولید دوه فیصده په دفاعي لګښتونو ولګوي، د جرمني پوځي لګښت به له دې کچې څخه واوړي.

سرچینې وویل چې د شولتز د سوسیال دموکرات ګوند، ناپیلو دموکراتانو او د زرغون ګوند د پارلمان وکیلانو دمخه تر دې چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۶ د بوندستاګ (پارلمان) د بودیجې کمیټه د ۲۰۲۴ کال د فدرالي بودجې په هکله رسمي غونډه وکړي، د بودجې په دغه زیاتوالي موافقه وکړه.

د بلومبرګ نیوز رسنۍ لومړی ځل د شنبې په ورځ پدې اړه د هغو کسانو په حواله خبر ورکړ چې به دې موضوع خبر دي.

د جرمني د دفاع وزارت یو ویاند وویل چې د بوندستاګ (پارلمان) کمیټې بحث لا پای ته نه دی رسیدلی خو له نورو څرګندونو څخه یې ډډه وکړه.

د جرمني د «بیلډ ام سونټاګ» ورځپاڼې هم ویلي چې د پارلمان کمیټه به د اضافي څلور میلیاردو لګښت تصویب کړي.

د پارلمان غړي اندریاس شوارتز، چې د سوسیال دموکرات ګوند SPD)) د پوځي بودیجې د چارواکي په توګه کار کوي، وویل، "د پوځي لګښت دوه چنده کول دواړه سم او مهم کار دی."

هغه وويل: "په دې اقدام سره به موږ له اوکراين سره د اړتيا وړ بوديجې په برخه کې خپلې ژمنې په ځای کړو. دا حقيقت چې موږ به وکړای شو خپل د ناټو مکلفيتونه هم پوره کړو، د ايتلاف يوه ستره بريا ده."

دپلوماتانو په روانه اونۍ کې ویلي وو، چې د اروپایی ټولنې هغه پلان چې وایي ۲۰ میلیلرد یورو به د اوکراین لپاره په پوځي مرستې ولګوي ددې ټولنې د غړو هیوادونو له مقاومت سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه