شاته

بې پولې ډاکټرانو سازمان: سږ کال مو د نږدې ۲۷۰ زرو ناروغانو درملنه کړې

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي چې په افغانستان کې ددغه سازمان روغتونونو ته د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناروغانو په شمیر کې د تیرکال پرتله زیاتوالی راغلی دی.

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د یکشنبې په ورځ نومبر۱۲(لړم۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون د میاشتو ترمنځ ددغه سازمان روغتونونو ته په مجموعي ډول دوه سوه او ۶۸ زره او ۳۹۴ ناروغانو مراجعه کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې په دغه شمیر کې ۱۷۹ زره او ۸۶۰ تنو ته په عاجله خونه کې روغتیايي مشورې ورکړل شوي، ۵۰ زره او۱۹ تنه بستر شوي او اته زرو او ۸۶۴ ته د عاجلو او اوو زرو او ۶۲۹ تنو ته د جراحۍ د خدمتونو د برابرولو په ګډون روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بلخ ، هرات او هلمند ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې اته روغتونونو ته روغتیايي خدمتونه برابروي.

دغه سازمان د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي و چې "د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې ددغه سازمان د جراحۍ ټیمونو له ۹۷۰ څخه زیات عملیات پر هغو ناروغانو ترسره کړي، چې د بدن ځینې برخې یې د اور سوځیدلو پیښو کې سوځیدلې وې.

ددغه سازمان د وینا پر اساس د بدن د سوځیدلو د پیښو پر ناروغانو باندې په ترسره شویو عملیاتو کې د کمو سوځیدلو ناروغانو سربیره داسې ناروغان هم و، چې د مرګ د ګواښ سره مخ وو.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د شمیرنو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ددغه سازمان روغتیايي ټیمونو په افغانستان کې د ۲۱۱۰ پیچلو زیږیدنو د پیښو په ګډون ۴۳ زره زیږیدنو او د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات ترسره کړي دي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته ددغه هیواد د روغتیا سکټور سره هم مرستې کمې شوي دي.

د اګست په ۳۱ د سره صلیب نړیوالې کمیټې د هغو ۳۳ روغتونونو مسوولیت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاره، چې د نږدې دوو کلنو راهیسې یې دغو روغتونونو ته د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د برابرولو ترڅنګ ناروغانو ته درمل اود روغتونونو د چلولولپاره ورځیني مصارف هم برابرول.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې ددغو ۳۳ روغتونونو له لارې شاوخوا اوه میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابریدل. دغې ادارې ویلي و، چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دغو روغتونونو د مسوولیت د اخیستلو پر مهال ویلي، چې د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو معاشونه او هم د روغتونونو ورځیني مصارف به د وزارت د بودیجې څخه برابر کړي، خو ناروغانو ته د درملو د برابرولو امکانات په لاس کې نلري.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې په روان ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه