شاته

عراق کې د نړیوال ایتلاف پر ځواکونو د ډرون بریدونه شوي

د عراق د کردستان په خودمختاره سیمه کې مقاماتو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۹ (لړم ۱۸) وویل، چې دوو بې پیلوټه الوتکو یو پوځي هوايي ډګر په نښه کړ چې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف ځواکونه په کې مېشت دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، په دې پېښه کې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

د یو امریکايي مقام له خوا د ورکړل شویو تازه شمېرو له مخې، د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې، په عراق او سوریه کې په امریکا او ایتلافي ځواکونو لږ تر لږه ۴۰ ځله د بې پیلوټه الوتکو یا راکټونو بریدونه شوي، چې لسګونه امریکايي پرسونل په کې ټپیان شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې دا ډول بریدونه د اسرائیل او حماس تر منځ د اکتوبر په اوومه د پیل شوې جګړې وروسته زیات شوي دي.

د عراق په شمال کې د کردستان د ترهګرۍ ضد خدماتو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په شپه "دوه بې پیلوټه الوتکو" د اربیل ولایت په حریر هوايي ډګر کې د ایتلاف پر اډې برید وکړ.

دوی ویلي دغه بریدونه شاوخوا نیمه شپه شوي، خو دا یې نده څرګنده کړې چې ایا بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي او که نه. په اعلامیه کې خپاره شوي عکسونه پر ځمکه فلزي پاتې شوني او کثافات ښیې.

تهران ته نږدې د عراقي ډلو اړوند د ټیلیګرام چینلونو په وینا، د وروستیو بریدونو په ګډون د اکثرو دغه ډول بریدونه د ترسره کولو ادعاوې "په عراق کې د اسلامي مقاومت" په نوم پیژندل شوې ډلې کړي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو جهادیانو ضد ایتلاف د یوې برخې په توګه شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان په عراق او ۹۰۰ نور په سوریه کې ځای پر ځای شوي دي.

نړیوال ایتلاف وایي، په عراق کې د دوی رول د محلي همکارانو مشورې او ملاتړ پورې محدود دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ بغداد ته په یو سفر کې وویل، دا بریدونه چې واشنګټن یې پړه پر ایران اچوي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني چې د ایران پلوه ګوندونو له خوا ټاکل شوی، دغه بریدونه غندلي او د عاملینو د موندلو لپاره یې د تحقیقاتو ژمنه کړې ده.

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني چې د ایران پلوه ګوندونو له خوا ټاکل شوی، دغه بریدونه غندلي او د عاملینو د موندلو لپاره یې د تحقیقاتو ژمنه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن وویل، د امریکا جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ د سوریې په ختیځ کې پر امریکایي پرسونل د بریدونو په غبرګون کې د ایران سره تړلي د وسلو په یوه زیرمه باندې برید وکړ او له منځه یې یوړه.

فورم \ دبحث خونه