شاته

د یوناما مشره: د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو د حکومتدارۍ د سیستم برخه ګرځیدلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، یو ځل بیا د طالبانو له خوا پر افغان نجونو او ښځو باندې له شپږم ټولګي پورته زده کړو په بندیز اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) مشرې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتم( لړم ۱۷) د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي همکارۍ د سازمان (OIC) له خوا د "ښځې په اسلامي ټولنه کې" تر عنوان لاندې یو جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې د طالبانو د حکومت دغو بندیزونو په ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې هم د افغان میرمنو لاس رسی محدود کړی دی.

میرمن اوتنبایوا وویل: "پر ښځو او نجونو باندې دغه محدودیتونه هغوی د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو او د لوړو زده کړو په موسسو کې له زده کړو منع کوي او د ژوندانه په نورو ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې د هغوی لاس رسی محدودوي."

د یوناما مشرې په دې باندې خواشیني ښودلې چې اوس پر نجونو او ښځو باندې د طالبانو دا محدودیتونه د هغوی د حکومتدارۍ د سیستم یوه برخه ګرځیدلې ده.

میرمن اوتنبایوا په خپله وینا کې وویل، چې کومو افغان میرمنو سره یې چې کتلي، له ۴۶ فیصدو زیاتو یې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندلو سره مخالفت ښودلی دی او ۵۰ فیصدو نورو ویلي چې د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندل باید د طالبانو له خوا د ښځو حقونو رعایت کولو پورې مربوط شي.

یوناما هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دغه کنفرانس کې د میرمن اوتنبایوا ګډون د طالبانو د حکومت د محدودیتونو سره د مخو افغان نجونو او ښځو حالت په نړیواله اجندا کې د شاملولو لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی.

یوناما ویلي: "په افغانستان کې د اسلامي همکارۍ د کنفرانس او ددغه کنفرانس د غړو هیوادونو پیغام او د اسلامي نړۍ ګډ غږ باید واوریدل شي، هغه دا چې ښځې په ملي کچه د بدلون د سفر، انکشاف او ودې لازمي برخه ده."
په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مرستیالې سیما بحوث او د افغان میرمنو ځینو استازو هم برخه اخیستې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته نه یوازې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو او پوهنتونونو کې د ښځو په زده کړو بندیز لګولی، بلکې ښځې یې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې د کار کولو څخه هم منع کړي دي.

همداشان طالبانو پر ښځو د محرم پرته له سفر، د کور بهر د حجاب اغوستلو د شرطونو په ګډون هغوی سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو څخه منع کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي چې د سړو په څیر ښځې هم ددې حق لري چې په سیاست، اقتصاد، امنیت او ښوونه روزنه کې فعاله ونډه ولري.

ښاغلي ستانکزي د دوشنبې په ورځ نومبر اووم ( لړم ۱۵) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "اسلامي امارت [طالبانو حکومت] دې ته ژمن دی چې د علم او پرمختګ دروازې د ټولو خویندو او ورونو پرمخ پرانیستل شي، البته په دې برخه کې ځینې ستونزې شته دي، نه غواړم په جزئیاتو یې وغږیږم."

عباس ستانکزي وویل زده کړې د هرچا شرعي او طبیعي حق دی که ښځه وي او که سړی، هیڅوک یې مخه نشي نیولی. د ښاغلي ستانکزي په وینا هیڅ هیواد د علم پرته پرمختګ نشي کولی.

فورم \ دبحث خونه