شاته

بلینکن: د شمالي کوریا او روسیې 'پراخېدونکې' پوځي اړیکې 'خطرناکې' دي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) خبرداری ورکړ چې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ نظامي اړیکې "مخ په پراخېدو او خطرناکې" دي او پر چین یې غږ وکړ چې د پیونګ یانګ مخنیوی وکړي.

متحده ایالاتو، جنوبي کوریا او جاپان په وروستیو اونیو کې په مکرر ډول پر شمالي کوریا نیوکه کړې چې د اوکراین په جګړه کې یې له روسیې سره مرسته کړې او سیول ویلي چې پیونګ یانګ د وسلو او مهماتو په بدل کې له روسیې فضايي ټیکنالوژي ترلاسه کوي.

بلینکن په جاپان کې جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته د پنجشنبې په ورځ په سیول کې د جنوبي کوریا له ولسمشر یون سوک یول او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

بلینکن د خپل جنوبي کوریا سیال سره په یو خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات او جنوبي کوریا "له روسیې سره د شمالي کوریا د مخ پر ودې او خطرناکو نظامي همکاریو په اړه ژورې اندیښنې شریکوي."

هغه وویل: "موږ وینو چې شمالي کوریا په اوکراین کې د جګړې دپاره روسیې ته نظامي تجهیزات ورکوي، مګر موږ دا هم وینو چې روسیه د شمالي کوریا د نظامي پروګرامونو لپاره ټیکنالوژي او ملاتړ چمتو کوي."

روسیه او شمالي کوریا د یو بل تاریخي متحدین بلل کیږي. روسیه پر اوکراین د یرغل او شمالي کوریا د خپلو توغندیو او اتومي وسلو د پروګرامونو له کبله تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.

د دوی مخ په زیاتیدونکي پوځي همکارۍ، په ځانګړې توګه د سپتمبر په میاشت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جانګ اون تر کتنې وروسته، د اوکراین او لویدیځو متحدینو لپاره د اندیښنې سرچینه ده.

جنوبي کوریا ویلي، پیونګ یانګ روسیې ته د وسلو ورکولو په بدل کې فضايي ټیکنالوژۍ ترلاسه کوي، څو په مدار کې پوځي جاسوسي سپوږمکۍ ځای پر ځای کړي.

کرملین تیره میاشت وویل چې داسې هیڅ ثبوت نشته چې شمالي کوریا روسیې ته وسلې لیږي.
بلینکن د شمالي کوریا له اصلي متحد چین څخه هم وغوښتل چې د پیونګ یانګ د وسلو د پروګرامونو او "غیر مسؤلانه" توغندیو توغولو په مخنیوي کې رول ولوبوي.

هغه وویل: "چین له شمالي کوریا سره ځانګړې اړیکې لري... د دې اړیکو په نتیجه کې ورباندې ریښتینی نفوذ لري. موږ له چین تمه لرو چې له دې نفوذ څخه په استفادې، د غیر مسؤلانه او خطرناک چلند څخه د شمالي کوریا د منع کولو دپاره رغنده رول ولوبوي."

له دې وړاندې، بلینکن او د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چو تای یونګ د کتنې پر مهال د شمالي کوریا له خوا روسیې ته په اوکراین کې د جګړې دپاره د وسلو د لیږلو غندنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، بلینکن "اوکراین ته د مرستو چمتو کولو دپاره د جنوبي کوریا د ژمنتیا" له امله له چو څخه مننه وکړه.

بلینکن د جنوبي کوریا د ولسمشر سره د لیدنې په ترڅ کې له هغه څخه مننه وکړه چې جنوبي کوریا "د غزې خلکو ته د بشردوستانه مرستو چمتو کولو" ژمنه کړې ده.

بلینکن د اسرائيل او حماس د جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره منځني ختيځ ته له سفر وروسته اسيايي هېوادونو ته په سفر وتلی دی.

فورم \ دبحث خونه