شاته

د روغتیا نړیوال سازمان: د هرات زلزلو شاوخوا ۴۳ زره کسان زیانمن کړي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې د هرات په ولایت کې د تیرې میاشتې زلزلو له امله ۴۳۴۰۰ کسان په مستقیم ډول زیانمن شوي چې ۲۳ فیصده یې ماشومان دي.

دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر اتم (لړم ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې اوس مهال د هرات په ولایت کې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: "د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د لومړۍ زلزلې یوه میاشت وروسته ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري."

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اوومه ( تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا (تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره د تیرې شنبې تر شپې پورې شاوخوا شل د زلزلې نور ټکانونه هم د هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له ۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه وايي هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې تراوسه زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۴ میلیونو ډالرو د برابرولو ژمنه هم شوې ده، د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو وګړو د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

تیره ورځ اروپايي ټولنې افغانستان سره تازه د ۶۱ میلیونو یورو مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې ددغو پیسو یوه برخه به د هرات ولایت د زلزله ځپلو د خیر ښیګڼې په چارو مصرف شي.

فورم \ دبحث خونه