شاته

د سوریې بشري حقونو څار ډله: د داعش بریدونو کې ۳۴ حکومت پلوه جنګیالي وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي چې د داعش ډلې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم۱۷) په یو لړ بریدونو کې د سوریې د حکومت ۳۴ ملاتړي جنګیالي وژلي دي.

دا په روان کال کې په سیمه کې د داعش تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

د دغې څار ډلې مشر راوي عبدالرحمن وايي چې د داعش جنګیالیو د چهارشنبې په سهار په راقه، حمص او دیر الزور کې په پوستو او پوځي چاوڼیو بریدونه وکړل.

دغې ډلې ویلي دي چې په بریدونو کې ۳۴ تنه وژل شوي دي‌ چې «اته یې سرتېري» دي.

د سوریې د جګړې د څار ډله په بریتانیا کې مېشته ده او وايي چې په سیمه کې قوي او باوري تماسونه لري او معلومات له هغوی څخه ترلاسه کوي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس، راوي عبدالرحمن وویل چې ممکن د وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات شي ځکه چې د هغه په خبره د یو شمېر زخمیانو وضعیت ښه نه دی.

دغې ډلې ویلي دي چې د روسیې الوتکو د داعش په ډلې باندې بریدونه کړي دي او اوه غړي یې وژلي دي.‌

داعش په ۲۰۱۴ کال کې خپل خلافت اعلان کړی و او د عراق او سوریې ځينې سیمې یې نیولې وې. د داعش ډله په ۲۰۱۹ کال وځپل شوه او خلافت یې ړنګ شو، خو لا یې هم پاتې شونې یې شته چې د راپورونو په اساس وخت ناوخت د سوریې په ملاتړو ځواکونو او کردانو په مشرۍ جنګیالیو باندې بریدونو کوي.

فورم \ دبحث خونه