شاته

امریکا دفاع وزارت: په سوریې کې مو د ایران مربوطه د وسلو یوه زیرمه بمبار کړې

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې الوتکو یې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (لړم۱۷) د سوریې په ختیځ کې د ایران مربوطه د وسلو یوه زیرمه بمبار کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بمبار په منځني ختیځ کې په امریکایي عسکرو باندې د بریدونو په ځواب کې شوی دی. د اسرائيل-حماس له جګړې وروسته په سیمه کې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي. ویل کېږي چې دا په شاوخوا دوو اونیو کې په منځني ختیځ کې د امریکا دویم هوايي برید دی.

استن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د متحدو ایالتونو ځواکونو د ځان څخه د دفاع لپاره د سوریې په ختیځ کې په یو موقعیت، چې د ایران انقلابي ځواکونو قول اردو ترې کار اخیست، برید کړی. برید د متحدو ایالتونو د دوو اف-۱۵ الوتکو له لوري د وسلو په یو زیرمتون شوی دی.»

په اعلامیې کې ویل شوي چې «د ځان څخه د دفاع دغه برید په عراق او سوریې کې د متحدو ایالتونو په پرسونل باندې د ایران د انقلابي ګارد د قول اردو سره د تړلیو ځواکونو د یو لړ بریدونو په ځواب» کې شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کې دا خبره هم کړې ده چې «د خپلو خلکو او تاسیساتو د ساتنې لپاره نورو ضروري اقداماتو ته پوره چمتو» دي.

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي چې په دغه برید کې د ایران له ملاتړه برخمن نهه کساان وژل شوي. خو دا شمېر په خپلواک ډول نشي تائید کېدای. امریکا د اکتوبر په ۲۶ نېټه په سوریې کې هم یو موقعیت په نښه کړی و، چې د چارواکو په خبره د ایران اسلامي انقلابي ګارد غړو کاروه. د چارواکو د ارزونې په اساس په هغه برید کې تلفات نه وو اوښتيي.

واشنګټن د اکتوبر له ۱۷ نېټې راپدیخوا په منځني ختیځ کې د دوی په عسکرو باندې د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو څه باندې ۴۰ بریدونه شوي دي. په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دیره دي چې د داعش د بیا پورته کېدو مخه ونیسي.

دا بریدونه د حماس-اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل کېدو وروسته شوي. امریکا هڅه کوي چې دا جګړې نوره پراخه نشي. د فرانس پرس د راپور په اساس اسرائيل وایي‌ د حماس په بریدونو کې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي. په غزه کې د عامې روغتیا مقامات وایي چې د اسرائيل په بریدونو کې ۱۰۵۰۰ تنه وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

فورم \ دبحث خونه