شاته

د امریکا صدر جوبایډن وایي د اسرایل او حماس په جګړه کې بشردوستانه "وقفه" پکار ده

د امریکې صدر جو بایډن وایي په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په جګړه کې "وقفه" پکار ده، چې یرغمل کسان را خوشي کړل شي او د غزې اغېزمنو ته مرستې ورسېږي.

صدر بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې په مینیسوټا ایالت کې شاوخوا 200 کسانو ته وینا کوله چې یوه ښځه ولاړه شوه او ورته ویې ویل، "د یوې ربي [یهودي‌ استادې] په توګه زه له تاسو غواړم چې دا اوس د ډزبندۍ غوښتنه وکړئ."

که څه هم د غونډې ګډونوالو ځینو ښځو پر هغې ږغ کړل چې کښېني، خو بایډن هغې ته په جواب کې وویل، "زما په نظر موږ وقفې ته اړتیا لرو. د وقفې معنا دا ده چې د بندیانو وتلو ته وخت ورکړئ".

وایټ هاوس وروسته سپیناوی وکړ، چې له بندیانو څخه د صدر جو بایډن مقصد هغه تر 200 زیات کسان دي‌ چې د اکتوبر پر اوومه حماس یې یرغمل کړي وو او په دې ورځ په اسرایل باندې د دې ډلې په برید کې 1,400 تنه وژل شوي‌ وو.

اسرایلي ځواکونو د حماس خلاف له تېرې څه کم یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل کړې او له تېرې جمعې یې په غزه کې مځکني عملیات پیل کړي چې د حماس د سلګونو پناه ځایونو د تباه کولو او د دې ډلې د سلګونو وسلوالو د وژلو دعوه یې کړې ده.

سپینې ماڼۍ مخکې ویلي وو، په جګړه کې د "بشردوستانه دمې" ملاتړ کوي چې په غزه کې اغېزمنو خلکو ته مرستې ورسېږي او د حماس یرغمل کړي کسان را خوشي‌ کړل شي.

که څه هم صدر جو بایډن د حماس له بریدونو وروسته د اسرایل کلک ملاتړ کوي چې وایي د خپلې دفاع حق لري، خو په وروستیو کې یې پام په غزه کې خرابېدونکي‌ بشري حالت او د مرګ ژوبلې زیاتېدو ته اړولی دی.

د صدر بایډن دوه اعلی سلاکارانو د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټن د نهې- شورو په ورځ د سېنټ په اورېدنه کې د کانګس له غړو وغوښتل چې سمدستي اسرایل او اوکراین ته مرستې واستوي، خو احتجاج کوونکو پرله پسې مداخلې کوله او د امریکا له خوا د اسرایل د ملاتړ غندنه کوله او دا یې فلسطینیانو "قتلِ عام" باله.

د شورو- چارشنبې په ورځ چې صدر جو بایډن په مینیاپولس ښار کې د امریکې د 2024م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل کمپېن ته د مالي مرستو ټولولو په غونډه کې وینا کوله، یوې ښځې- چې نوم یې ربي جېسیکا روزنبرګ یاداوه- مداخله وکړه او د ډزبندۍ غوښتنه یې وکړه خو امنیتي کسانو هغه بهر وایستله.

په مینیاپولس ښار کې چې بایډن وینا کوله هغه ځای ته نیژدې تر 1,000 زیات احتجاج کوونکي را غونډ شوي‌ وو چې د فلسطین بیرغونه او نخښې یې را اخیستې وې او "پر ماشومانو بمباري بنده کړئ"، "ازاد فلسطین" او "اوس ډزبندي وکړئ" شعارونه یې ورکول.

صدر بایډن وروسته وویل ده ته په منځني ختیځ کې د جګړې شاوخوا د جذباتو اندازه شته او وایي، "دا د اسرایلو لپاره ډېر پېچلې مسئله ده. دا د اسلامي نړۍ لپاره هم ډېر پېچلې ده، ما د دوو ریاستونو د حل ملاتړ کړی، له پیله مې کړی دی، خو د حقیقت دا دی چې حماس یو ترهګر تنظیم دی، یو ښکاره ترهګر تنظیم".

د غزې د روغتیا وزارت وایي د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 8,796 ته رسېدلی چې وایي په هغوی کې 3,648 ماشومان دي.

صدر بایډن د اسرایل د ملاتړ په برخه کې د بشري حقونو د ډلو، د نړۍ د مشرانو او حتی د خپل ډیموکرېټ ګوند د لیبرل غړو له سخت فشار سره مخ شوی دی، چې وايي پر غزې د اسرایلي ځواکونو بمباري اجتماعي سزا ده او دا د ډزبندۍ وخت دی.

ښاغلي بایډن په خپلو تبصرو کې د اسرایل پر وزیراعظم بنیامین نتنیاهو فشار راوړی فلسطینیانو ته دې له پوځي عملیاتو لږ تر لږه یوه لنډه وقفه ورکړي چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او د 141 مربع مایل غزه پټۍ یې له بشري ناورین سره مخ کړې ده.

سپینې ماڼۍ د جګړې د بشپړې ډزبندۍ غوښتنه رد کړې ده خو وایي اسرایل باید بشري وقفو ته پام وکړي او ملکي خلکو ته اجازه ورکړي چې مرستې تر لاسه کړي او هلته بند پاته بهرني وګړي له غزې ووځي.

د اسرایلو پوځ د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، مځکنیو ځواکونو یې د غزې ښار ته نیزدې له وسلوالو سره په سخته جګړه کې پرمختګ کړی دی.

د اسرایل او حماس د جګړې له پیل وروسته پرون په لومړي ځل په سلګونو بهرنیو وګړو او په لسګونو سختو ټپي شويو فلسطینیان ته له محاصره شوې غزې د وتلو اجازه ورکړل شوه او د رفح پولې له لارې مصر ته واوښتل.

د وایټ هاوس د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د اسرایل لپاره د امریکې نوی سفیر جیک لیو به ژر منځني ختیځ ته ولېږل شي.

کربي وایي سفیر ته د امریکې په هڅو کې د مرستې دنده سپارل شوې چې د بشري وقفې لپاره حالات برابر شي او هغه خرابېدونکي بشري حالت ته د حل لار ولټول شي چې فلسطینیان ورسره مخامخ دي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00