شاته

مرستو رسونې ادارو خبرداری: پاکستان څخه ستنیدونکی افغان کډوال د ستنیدلو لپاره هیڅ ځای نلري

د مرستو رسونې یو شمیر نړیوالو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدلو وروسته د سلګونو زرو افغان کډوالو په ناڅرګند برخلیک اندیښنه ښودلې او خبراداری یې ورکړی چې دا ستنیدونکی افغانان هیڅ چیرته د تللو لپاره ځای نلري.

د ناروې د کډوالو شورا (NRC)، د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) او د ژغورنې نړیوالې ادارې (IRC) د پنجشنبې په ورځ نومبردوییم (لړم ۱۱) په دغه ګډه اعلامیه کې له پاکستان څخه افغانستان ته په چټکۍ سره مخ په زیاتیدونکي ډول د ستنیدونکو افغان کډوالو بهیر ته په کتنې ددغو ستنیدونکو افغانانو د ستونزو د هوارولو او د یو نوي بحران د مخنیوي لپاره مرسته کوونکو ادارو څخه د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ددې سربیره دغه درې ادارې له ګاونډیو هیوادونو څخه غواړي، چې تر هغې چې په خپل وطن کې ستنیدونکو افغانانو ته ښه او خوندي دوامداره او داوطلبانه ستنیدلو شرایط نه وي برابر شوي ټولو زیانمنوونکو کډوالو ته دې د حفاظت برابرولو ته دوام ورکړي".

د اکتوبر د تیرې میاشتې په سر کې اسلام اباد سلګونو زره کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې د پای ته رسیدلو وروسته به په زور وشړل شي.

دغو ادارو ویلي چې د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د نومبر د لومړۍ ورځې د ضرب الاجل د ټاکلو د پریکړې وروسته په بې ساري ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ته د کډوالو په ستنیدلو کې زیاتوالی راغلی دی. دغو ادارو ویلي چې اوس مهال هره ورځ د ۹۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ افغان کډوال وطن ته ستنیږي چې دا شمیر د پاکستان د حکومت د پریکړې له اعلان دمخه د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۱۵ پورې په ورځ کې ۳۰۰ کسانو ته رسیده. دغو ادارو ویلي چې د پاکستان د حکومت دا پریکړه په ۱.۷ میلیونو کسانو اغیز کولی شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د کومو شرایطو لاندې چې هغوی افغانستان ته ستنیږي ډیر خطرناک دي او د هغوی زیات شمیر د څو ورځو، سفر سختې زغملي دي، د عواملو تر ګواښ لاندې او حتی دې ته اړ شوي چې خپل شیان د ترانسپورټي مصارفو په بدل کې ورکړي".

دغو نړیوالو ادارو ویلي: "ټیمونو یې په هغو ساحو کې چې کډوال له پاکستان څخه ستنیږي د ستنیدونکو کډوالو ترمنځ د ډیرې بې نظمۍ او ناهیلۍ صحنې کتلي دي. ډیرو هغو کسانو ته چې له پاکستان څخه ستانه شوي ستنیدل انتخاب نه و بلکې د یوې بیړنۍ اړتیا له مخې ستانه شوي دي.

په دغه اعلامیه کې د ننګرهار ولایت د یو شړل شوي کډوال له قوله ویل شوي: "زه په دې اړه چې باید څه وکړم تر ډیر فشار لاندې او اندیښمن یم. مونږ په پاکستان کې چای خرڅوه، خو مونږ دلته څه کولی شو؟ دلته افغانستان کې کاري فرصتونه نشته دی او زه دلته نه کور او نه هم جایداد لرم" .

د ناروې د کډوالو شورا (NRC)، د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) او د ژغورنې نړیوالې ادارې (IRC) ویلي چې ددغو ستنیدونکو کډوالو د ژوند د تیرولو لپاره د امکاناتو او په ټولنه کې د هغوی په ادغام باندې په ځانګړي ډول په راروان ژمي کې په ژور ډول اندیښنه لري.

دغو نړیوالو ادارو ویلي چې د ستنیدونکو افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د هغو افغان کډوالو لپاره چې د د لسیزو راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی په بیړني ډول نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو دغو کسانو ته د سرپناه ، خوړو او روغتیايي خدمتونو شرایط برابر کړی شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان لا هم د اوږدو لسیزو د جګړو، وروستیو زلزلو او اقتصادي بحران څخه ځوریږي او دغو ستنیدونکوسره ډیره مرسته نشي کولی چې هغوی بیرته خپل ژوند جوړ کړي. دا ادارې وايي افغانستان کې د بشري ناورین له منځه تللو لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو او نړیوالو ادارو له خوا د انکشافي مرستو په ګډون دا هیواد د اوږدې مودې دوامداره حل ته اړتیا لري.

د دغو دریو نړیوالو ادارو سربیره د ملګروملتونو په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو ادارو او سازمانو هم د پاکستان له حکومت غوښتي، چې افغانستان ته دې د افغان کډوالو د ستنولو په خپلې پریکړې بیا غور وکړي، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د ۱.۷ میلیونو کډوالو د ایستلو پریکړه چې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، عملي کوي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ساتلو لپاره به د کډوالو "د ساتلو مرکزونه" پرانیزي.

ښاغلي بګټي وویل چې دغو مرکزونو کې به د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال تر هغې چې خپل هیواد ته استول کیږي وساتل شي.

فورم \ دبحث خونه