شاته

پاکستان څخه د کډوالو د شړلو د مهلت پای؛ لږترلږه ۱۶۵ زره افغانان ستانه شوي

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د مهلت د پای ته رسېدو وروسته، چارواکو د پنجشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) وویل، له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستان څخه وتلي دي.

د پاکستان حکومت ۱.۷ میلیونو افغانانو ته چې وايي په دغه هېواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د نومبر تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی و چې په خپله خوښه ووځي، که نه په زور به وشړل شي.

اکثره کډوال په تیرو څو ورځو کې د ډیورنډ پولې ته په داسې حال کې رسېدلي چې د پاکستان پولیسو د نومبر د لومړۍ نیټې د مهلت پوره کېدو په درشل کې د افغانانو د نیولو او په زور شړلو دپاره په لسګونو د توقیف مرکزونو پرانیستل پیل کړل.

د خیبر پښتونخوا ایالت د تورخم په دروازه کې مسئولین د چهارشنبې د شپې تر ناوخته پورې د شاوخوا ۲۸ زره ستنېدونکو کډوالو په پروسس کولو بوخت وو چې کتار یې تر اوه کیلومترو اوږد و. له هغه وروسته پر پوله تګ راتګ څه ناڅه کم شوی دی.

په پاکستان کې د هغو افغانانو د نیولو عملیات پیل شوي چې حکومت وايي په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو اسناد نلري. چارواکي همدارنګه بې اسناده افغانان هڅوي چې په خپله خوښه وتلو ته دوام ورکړي.

د پاکستان لور ته د تورخم مرستیال کمېشنر عبدالناصر خان وویل: "د مهلت د پوره کېدو له امله په لوی شمېر ناقانونه افغانان تورخم ته رسېدلي... خلک اوس هم په خپله خوښه ستنېدلای شي، خو نن ورځ پر پوله یوازې ۱۰۰۰ تنه موجود دي."

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي، یوازې له دغه ایالت څخه تر ۱۲۹ زره ډېر افغانان ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د چمن - سپین بولدک د پولې د مقاماتو په وینا، لږ تر لږه ۳۸ زره افغانان له دغې لارې افغانستان ته اوښتي دي.

افغانستان ته په یو وخت د لوی شمېر افغان کډوالو ستنېدو، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د افغانستان په خوا کې فشارونه زیات کړي دي. چارواکي د ستنو شویو افغانانو د راجستر کولو لړۍ پیل کړې ده. له پاکستان څخه ستانه شوي ځینې افغانان په لومړي ځل په افغانستان کې پښه ږدي.

په افغانستان کې د لسیزو پرله پسې جګړو پر مهال په میلیونونو افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې ، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې، لږ تر لږه ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته تللي دي.

پاکستان ویلي چې په دغه هېواد کې په وسله والو بریدونو کې د چټک زیاتوالي وروسته، چې حکومت یې پړه پر هغو اورپکو اچوي چې له افغانستان څخه فعالیت کوي، په پاکستان کې د "سوکالۍ او امنیت" د ساتنې لپاره د کډوالو د شړلو پرېکړه کړې ده.

شنونکي وايي، پاکستان ښايي د کډوالو د شړلو پرېکړه د فشار د وسیلې په توګه کاروي ترڅو د طالبانو حکومت مجبور کړي چې په امنیتي مسئلو کې همکاري وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې دا اقدام به د دواړو ګاونډیو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو د عملیاتو پیل

د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ په ښار کې د پولیسو په عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات کسان ونیول شول، په داسې حال کې چې پولیسو د بلوچستان په کویټه کې ۴۲۵ افغانان ونیول.

د کراچۍ د ښار مرستیال سعد بن اسد فرانس پرس ته وویل: "د ناقانونه کډوالو پر ضد عملیات به دوام ولري."

کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات
کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات

مدافع وکیلانو او د بشري حقونو ډلو د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی چې له ګواښونو، ناوړه استفادې او توقیف څخه کار اخلي تر څو افغان کډوال مجبور کړي چې له هېواد څخه ووځي.

په پاکستان کې افغان کډوالو په وروستیو څو اونیو کې د پولیسو له لورې د نیول کیدو او زورونې راپورونه ورکړي دي.

په کراچۍ کې د بشري حقونو وکیله مونیزا کاکړ وايي: "د پاکستان اساسي قانون هر هغه چا ته چې په دې هېواد کې موجود وي، د عادلانه محاکمې حق ورکوي، مګر کډوال له دې حق څخه محروم شوي دي."

خو د بې اسنادو افغانانو د شړلو پرېکړه د پاکستانیانو تر منځ پراخ ملاتړ لري. شنونکي یې د لامل په اړه وايي چې د کډوالو اوږدمهاله شتون د دغه هیواد پر زیربنا باندې دروند بار اچولی دی.

فورم \ دبحث خونه