شاته

عربستان د غزې د خلکو دپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) وویل چې په جګړه ځپلې غزه کې د فلسطینیانو دپاره د مرستو راټولولو کمپاین یې پیل کړی دی.

د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس له بریدونو وروسته، د اسرائیل پوځ د حماس تر واک لاندې غزې تړانګې باندې پراخ هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

د الاخباریه دولتي چینل راپور ورکړ، چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، له دغه کمپاین سره ۲۰ میلیون سعودي ریال (شاوخوا ۵.۳ میلیون ډالر) مرسته وکړه.

د پاچا سلمان د بشردوستانه مرستو مرکز مشر عبدالله الربیح د سعودي رسمي خبري اژانس ته وویل چې د مرستو راټولولو دا کمپاین "د فلسطینیانو سره د عربستان د تاریخي ورورولۍ د موقف په چوکاټ کې راځي."

دا اقدام شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه کیږي چې د حماس په یو برید کې د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۴۰۰ کسان زیاته ملکي اسرائیلیان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۳۰ نور یرغمل شول. د اسرائیلي چارواکو په وینا، دا د دغه هیواد په تاریخ کې ترټولو خونړۍ برید دی.

له هغه وخت راهیسې، اسرائیل د حماس د واکمنانو د له منځه وړلو په هدف په غزه کې پرله پسې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل په روانو بریدونو کې تر اوسه ۸۷۰۰ کسان وژل شوي چې دوه پر دریمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

سعودي عربستان اسرائیل په رسمیت نه دی پېژندلی او په تاریخي لحاظ ځان د فلسطین د داعیې ملاتړی بولي. ریاض همدارنګه د غزې پر ملکي وګړو د وروستیو بریدونو غندنه کړې ده.

د حماس او اسرائیل تر منځ د جګړې له پیل وړاندې، د سعودي چارواکو له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په موخه د متحده ایالاتو په منځګړیتوب خبرې پیل کړې. د سرچینو په حواله، د مذاکراتو دا لړۍ د اکتوبر د نیمايي راهیسې په ټپه درېدلې ده.

که څه هم د فلسطینیانو د ملاتړ دپاره د نړۍ په ډیرو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه شوي دي، خو سعودي عربستان په خپله خاوره کې دا ډول لاریونونو ته اجازه نه ورکوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې د فلسطین د خلکو سره د پیوستون د ښودلو دپاره لږ ځای پاتې دی.

د عربستان ځینو وګړو په ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو شخصي حسابونو د ملاتړ په ښودلو بسنه کړې ده.

تیره میاشت د الهلال فوټبال کلب د یو لوبغاړي انځور خپور کړ چې د فلسطین بیرغ یې له سره تړلی و، خو دغه پوسټ وروسته د کلب له حساب څخه لیرې کړل شو.

په سعودي عربستان کې د ټولنیزو رسنیو او نورو لارو په سیاسي وینا سخت بندیز دی، او پر حکومت باندې د انتقادي پوسټونو کوونکو ته درنې سزاګانې ورکول کیږي.

یو حکومتي کارکوونکي، علي چې نه یې غوښتل د مسئلې د حساسیت له امله خپل تخلص څرګند کړي، وویل: "موږ نشو کولی په عامه توګه د فلسطین د ملاتړ په اړه خبرې وکړو. ما شل کاله وړاندې د انتفاضې پر مهال د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره له خپل جیب څخه پیسې ورکولې. اوس موږ چوپ شوي یو او په ټولنیزو رسنیو کې د ملاتړ ښودلو پوسټ هم نه شو کولی."

په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه روانه ده، په سعودي عربستان کې چارواکي د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ کې د اصلاحاتو د پلانونو د ښودلو په هدف د پروګرامونو په جوړولو بوخت دي. په دغو پروګرامونو کې په ریاض کې ستر اقتصادي فورم او لومړنی د فېشن اونۍ نندارتون شامل دی.

فورم \ دبحث خونه