شاته

په کاناډا کې د پناه غوښتونکو شمېر په زیاتېدو دی

واشنګټن – د کاناډا د مهاجرت او سېټیزن شېپ ادارې خبر ورکړی چې په سپټمبر کې په دې هېواد کې ۷۲۸۰ تنو پناه غوښتې.

یادې ادارې په خپلې انټرنیټي پاڼې باندې لیکلي، چې تر دې مخکې په پنځو میاشتو کې د پناه غوښتونکو شمېر د ۳۸۸۰ او ۵۵۵۰ تنو ترمنځ و.

خبر زیاتوي، دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې په منځنۍ توګه د میاشتې پرسر ۳۶۰۰ تنو رسېده او په ۲۰۲۱ کال کې تر ۱۱۰۰ کم و.

په ټورنټو پوهنتون کې د کډوالو د چارو کارپوهه اېدېل اېتک وايي، "په کاناډا کې د کډوالو د شمېر زیاتوالی د جبري بې ځای کېدو د نړیوال ناورین زېږنده ده."

هغه زیاتوي، "جګړه، شخړه، سیاسي بې ثباتي، د ازادیو نه شتون، د حکومتي او یا غیر حکومتي کسانو لخوا شکنجه کول، ډلیز تاوتریخوالی، کورنی تاوتریخوالی او د تېري کونکو معافي ټول هغه دلایل دي چې له امله یې خلک کاناډا ته کډوال کېږي. موسمي بدلون هم یو لوی دلیل دی."

ځینې څېړونکي د کاناډا د ویزې په شرایطو کې اسانی د دې لامل ګڼي چې پناه غوښتونکي په اسانۍ سره کاناډا ته داخلېږي او بیا دغلته پناه غواړي.

د کډوالۍ یوې کارپوهې ال پارسې په یو ایمېل کې امریکا غږ ته وویل، "د کاناډا حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د ویزې ځینې ځانګړي شرایط لېرې کړي د بیلګې په توګه چې له یو کس نه به دا باور اخېستل کېده چې له کاناډا څخه به د خپل وخت له پای ته رسېدو سره وځي."

هغه وايي، دا ګام د دې لپاره اخېستل شوی و چې د وېزو اخېستلو زیات شوي درخواستونه کم شي خو حکومت باید په ډېر غور سره د دې کار نورې پراخې اغېزې و ارزوي.

د مارچ راهیسې کاناډا ته د ځمکې له لیارې د خلکو په غیر قانوني اوښتلو کې هم لوی بدلون راغلی په ځانګړي ډول د امریکا د ورمانټ او د کاناډا د کیوبېک ایالت ترمنځ په روکسام سړک باندې.

د کاناډا پولیسو په میاشت کې له ۴۰۰۰ څخه د زیاتو هغو کسانو مخه نیولې چې غوښتل یې کاناډا ته واوړي.

دغه ډول کاناډا له امریکا سره د یو تړون له مخې هغو کسانو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکوي چې د امریکا له پولو څخه په غیر قانوني توګه کاناډا ته داخل شوي وي.

له دې سره د ځمکې له لیارې کاناډا ته د تلونکو خلکو شمېر کم شو خو د هغو شمېر چې په قانوني توګه د کاناډا هوايي ډګرونو ته راځي درې چنده زیات شو چې شمېر یې په مارچ کې له ۱۵۹۵ څخه تر په سپټمبر کې تر ۵۴۳۵ تنو ته زیات شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00