شاته

بلينکن د منځني ختيځ سفر کوي، اسرايل په حماس بریدونه زیات کړي

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن روانه اوونۍ د منځني ختيځ سفر کوي په داسې وخت کې چې اسرايل په حماس بريدونه سېوا کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ميتهيو ميلر د شورو/ چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته ويلي، سيکرټري بلينکن د جمعې په ورځ د اسرایل او اردن سفر کوي. هغه به د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو او د اسرايلي حکومت له نورو چارواکو سره ويني او د پوځي اهدافو تازه معلومات به ترې ترلاسه کوي.

ميلر ویلي، بلينکن به له اسرايليانو سره ملکي وګړو ته د کمو مرګ ژوبلو اوښتو د احتیاطي تدابيرو نيولو په اړه هم خبرې کوي.

د امريکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلينکن به په اردن کې غزه ته د امدادي مرستو په لړ کې د امریکا او اردن ترمنځ په ګډه ژمنه ټينګار کوي او دا به یقيني کوي چې فلسطينيان په زوره د غزه نه بهر نه کړی شي.

اردن د شورو/ چهارشنبې په ورځ احتجاجًا د اسرايل نه خپل سفير بيرته بللی او ویلي يې دي سفير به یې په هغه صورت کې بيرته تل ابيب ته ځي کله چې اسرايل په غزه کې پوځي عمليات ودروي.

له دې دوه اوونۍ وړاندې په اردن کې د اسرايل سفير احتجاجًا روان کړی شوی وو او د ياد شرط په بنياد ورته د بیرته ورتلو ويل شوي وو.

د وي او اې ترکي څانګې ويلي بلينکن به د اتوار په ورځ انقرې ته ځي خو ميلر یې د ترکي د سفر تاييد نه دی کړی.

د ترکي صدر رجب طيب اردګان په وروستیو کې د فلسطین په ملاتړ راجوړې يوې غټې غونډې ته په وينا کې اسرايل ته قبضه ګير ويلي وو.

هغه ويلي وو حماس ترهګره ډله نه ده د ازادۍ غورځنګ دی. خو میلر د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي وو، حماس يوه وحشي ترهګره ډله ده.

بلينکن د منځني ختيځ دويم سفر کوي، وروسته له هغې چې په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې، د اسرايل په وینا په حمله کې 1400 اسرايليان وژل شوي او د 200 نه زيات يرغمل کړی شوي وو.

له دغې وروسته اسرايل په حماس جګړه پېل کړې ده. امریکا د حماس د وسله والو ضد د اسرايل د جګړې ملاتړ، او په غزه کې فلسطينيانو ته په بشري مرستو رسولو کې مرسته کوي.

د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرايل په بمبارۍ کې تراوسه پورې 8500 کسان وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00