شاته

امریکا: پاکستان او نور هېوادونه دې د کډوالو د نه استخراج اصولو ته درناوی وکړي

متحدو ایالتونو یو ځل بیا له پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره په چال چلند کې خپلو اړوندو مسئولیتونو ته ژمن او پابند پاتې شي.

پاکستان اعلان کړی دی چې هغه افغان کډوال او د نورو هېوادونو اتباع به له خپلې خاورې څخه شړي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند متیو میلر د امریکا غږ افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا وویل چې پاکستان او نور هېوادونه دې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره باید بشري همکاري وکړي.

هغه وویل: «موږ له خپلو ټولو شریکانو سره یو ځای د پاکستان په ګډون ټول هڅوو چې د کډوالو او پناه غوښتونکو سره د چال چلند په اړه خپلو اړوندو مسئولیتونو ته ژمن پاتې شي او د [کډوالو] د نه شړلو اصولو ته درناوی وکړي.»

د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې په اساس به شاوخوا ۱.۴ میلیون افغان کډوال زیانمن کېږي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي، چې د انتقال د پروګرام له مخې په پاکستان کې امریکا، اروپا او نورو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي، چې د مخکني حکومت پوځي او ملکي کارکوونکي، د ښځو د حقونو فعالان، خبریالان او د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران هم په کې دي. دوی ادعا کوي چې د طالبانو په حکومت کې یې سر په خطر کې دی، خو طالبان وايي «عمومي بخښنه» یې اعلان کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ټول ګاونډیان جدي هڅوو چې هغوو افغانانو ته، چې د نړیوال خوندیتوب په لټه دي د داخلېدو اجازه ورکړي، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او کډوالو د نړیوال سازمان په څېر د نړیوالو بشري سازمانو سره په همغږۍ هغوی ته بشري مرسته برابره کړي.»

د راپورونو په اساس، په وروستیو څو اوونیو کې له پاکستان څخه شاوخوا ۲۰۰زره کډوال یا افغانستان ته شړل شوي او یا په خپله خوښه تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې په پاکستان کې افغان کډوال په ناحقه نیول کېږي، ځورول کېږي او بندي کېږي چې مجبور کړل شي،‌ خپل هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د سه شنبې په ورځ په تورخم کې د راستانه شویو افغان کډوالو د لیدو په مهال وویل چې د پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل د ټولو نړیوالو معیارونو په خلاف دي.

د پاکستان د لنډ مهال حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي ویلي، چې نن د پنجشنبې د ورځې نومبر دویم ( لړم۱۱) به په ټول پاکستان کې هغه کډوال نیول کېږي چې د ده په خبره د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په خپل ایکس کې یو ځل بیا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د شړلو پروګرام لغوه کړي.

فورم \ دبحث خونه