شاته

ترکیه او ایران سیمه ایزه غونډه غواړي چې د اسرائیل-حماس د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي

ترکیې او ایران د چهارشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم۱۰) د حماس او اسرائیل ترمنځ د پیل شوې جګړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د غونډې جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبدالهیان سره ولیدل. عبدالهیان د سه شنبې په ورځ په قطر کې د حماس له مشرانو سره هم ملاقات کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د سولې کنفرانس، چې په کې مسلمان او عرب هېوادونه شامل وي، باید ژر جوړ شي. هغه په نړۍ کې له مسلمانانو څخه وغوښتل چې د اسرائیل محصولات ونه کاروي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې د سمدستې اوربند غوښتنه کوي، ځکه د هغه په خبره که یو دایمي حل پیدا نشي، «سخته نه ده چې د دغې جګړې د پراخېدو وړاندوینه وشي».

هغه زیاته کړه: «موږ نغواړو چې په غزې کې دا بشري تراژیدي په داسې یوې جګړې بدله شي چې د سیمې هېوادونه اغیزمن کړي.»

فیدان وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي که وضعیت بدل نشي، ممکن په سیمه کې نور وسله وال عناصر هم په دغې شخړې کې دخېل شي. فیدان زیاته کړه چې تر بل هر وخت اوس اوربند او سوله ډېره مهمه ده.

عبدالهیان همدغه راز په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم ولیدل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عبدالهیان له خولې لیکلي دي:‌ «که د غزې د بې دفاع خلکو په ضد جګړه سمدستي بنده نشي، هر وخت په سیمه کې د جګړې د پراخېدو خطر شته.» هغه وویل چې اسلامي هېوادونه باید «د صهیونستي رژیم د جنایتونو د بندولو په اړه عاجل اقدام وکړي، د غزې محاصره خلاصه کړه او بشري مرستې واستوي».

د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان په کې ووژل شول او ۲۳۹ نور یرغمل نیول شوي دي.

اسرائیل له دغو بریدونو وروسته غزه محاصره کړه او هوايي او ځمکني بریدونه یې پرې پیل کړي دي.

فلسطیني چارواکي وایي چې تر دې دمه د اسرائیل په بریدونو کې ۸۷۹۶ کسان وژل شوي چې ۳۶۴۸ یې ماشومان دي. همدغه راز مقامات وايي‌ چې څه باندې ۲۲ زره نور خلک ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه