څېړونکي: نه شو ويلی حزب الله به د اسرايل خلاف جنګ وکړي؟
واشنګټن (وي او ای)- څېړونکي په دې بحث کوي ولې حزب الله وسلوالې ډلې سېوا د لبنان د پولې پورې راپورې د راکټونو د ويشتلو پرتهپه پوره توان لا تر اوسه د اسرايل او حماس ترمنځ جګړې ته رادانګلي نه دي؟
ايرانی ملاتړ لرونکې ډله حزب الله اسرايل ته د حماس نه زياته خطره پېښوي خو جنګ ته حماس ننوتلی او اوس به غواړي ځان ته ناروغهلبنان هم راکاږي.
د جمعې په ورځ د حزب الله د مشر حسن نصرالله د امکاني وينا په ترڅ کې رنګ رنګ امکانات ليدل او څېړل کيږي.
په ځينې حوالو څېړونکي وايي حزب الله به په دې غور کوي چې ځان يې د اسرايل خلاف د مقاومت تر ټولو غټ تحريک ګرځولی، نو څنګهبه په غزه کې د اسرايل او حماس د جګړې نه بې پلوه پاتې شي؟
د يونيورسټي اف ټيکساس استاذ بېنجامېن ايليسن وايي “حزب الله د وسلو د ګايډېډ بارودو، راکټو، او ډرون نظام لري چې د حماس سرهنشته”.
په لافير پبلېکيشن کې په يو ليک کې هغه وايي د حزب الله بيلا بيلې توانمنې وسلې د اسرايل لوی ودانۍ (اېنفراسټرکچر) ته خطره ده او دااسرايل د دې خلاف جنګ کولو ته هڅولی شي.
د لبنان وزير خارجه عبدالله بو حبيب په دې اړه وويل نه خو لبنان او نه هم حزب الله د اسرايل سره جنګ غواړي ځکه دا به د لبنان د پارهتباهي خؤره کړي چې د وړاندې نه د اقتصادي تباهۍ سره مخ دی.
لبناني څېړونکې دانيا کوليلت خطيب وي او ای ته وايي حزب الله د بيړني حالت په تياريانو کې دی او د جذباتو قابو کولو په حال کې دیچې د اسرايلي ځواکونو سره د پولې پورې راپورې د راکټو تبادلې ته څه غبرګون وښيي.
Forum