شاته

ترکیه غواړي‌ غزې ته نژدې ۲۰ سیار روغتونونه جوړ کړي

د ترکیې حکومت غواړي، د هغو خلکو لپاره چې له محاصره شوې غزې څخه په تېښته دي، غزې ته نژدې ۲۰ سیار روغتونونه جوړ کړي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین قوجه په خپل اکس حساب کې لیکلي دی: «موږ د رفح سرحد ته نژدې د العریش هوايي میدان ته څېرمه د ۲۰ سیارو روغتونونو د جوړولو لپاره ټول چمتوالی نیولی دی.»

نوموړي وویل چې په دې اړه د مصر او فلسطین د عامې روغتیا له وزارتونو سره یې خبرې کړې او اوس د امنیت د تامین او د مصر منظورۍ ته منتظر دی.

د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان په کې ووژل شول او ۲۳۹ نور یرغمل نیول شوي دي.

اسرائیل له دغو بریدونو وروسته غزه محاصره کړه او هوايي او ځمکني بریدونه یې پرې پیل کړي دي.

فلسطیني چارواکي وایي چې تر دې دمه د اسرائیل په بریدونو کې ۸۷۹۶ کسان وژل شوي چې ۳۶۴۸ یې ماشومان دي. همدغه راز مقامات وايي‌ چې څه باندې ۲۲ زره نور خلک ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې نن یو شمېر امبولانسونو له غزې څخه زخمیان فلسطین ته انتقال کړل. د ترکیې مقامات وايي دوی د العریش هوايي ډګر ته څو الوتکې درمل استولي دي چې د غزې په خلکو ووېشل شي.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان اسرائیل تورن کړی و چې په غزې کې د «جنګي مجرم» په توګه عمل کوي. اسرائیل د دغو څرګندونو په ځواب کې له ترکیې څخه خپل دپلوماتان وروبلل.

فورم \ دبحث خونه