شاته

د طالبانو سره اړیکو نه عادي کولو لپاره په نړیوال یووالي د لویدیځو هیوادونو ټینګار

د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې په روان وضعیت اندیښنې څرګندولو تر څنګ ویلي چې دا هیواد نه یوازې د خراب اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دی بلکې د ترهګرۍ خطر هم پکې شته دی.

د کاناډا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، آلمان، ایټالیا، جاپان، ناروې، برتانیې او متحده ایالاتو ځانګړو استاو چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۸ مې نیټې یې د ایټالیا د روم په ښار کې غونډه کړې وه، سه شنبه اکټوبر ۳۱ (لړم۹) یې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې څه باندې ۲۹ ملیونه افغان وګړي د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د لویدیځو هیوادونو دې دیپلوماتانو په ګډې اعلامیې کې د طالبانو څخه غوښتي چې د میرمنو په ګډون د مرستندویه ادارو ټولو کار کوونکو ته دې اجازه ورکړي تر څو هغوي وکړي شي خپلې چارې په ګټوره توګه ترسره کړي، په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې ډیرې د خطر سره مخ دي او ښځینه کار کوونکو ته اړتیا پکې ډیره ده.

په ګډې اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې په افغانستان کې واک طالبانو ته په لاس ورغلی، همدې غربي هیوادونو او نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د افغانستان سره ټول ټال ۶.۳ ملیارده ډالر بشري مرستې کړي.

د اعلامیې له مخې پداسې حال کې چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا کمه شوې نده خو د دې مرستو کچه کمه شوې.

د لویدیځو هیوادونو دې ځانګړو استازو ژمنه کړې چې د هرات په ولایت کې په زلزلې کې د ځپل شویو خلکو سره به ۳۳ ملیونه ډالر اضافي مرستې وکړي.

دې دیپلوماتانو ټینګار کړی چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د خلکو سره د بشري مرستو کول اړین دي خو دا مرستې نشي کولی چې ددې هیواد غټې اقتصادي ستونزې حل کاندي.

دوي په ګډې اعلامیې کې نه یوازې د افغان ولس د اساسي ستونزو د حل لپاره د بشري مرستو په ډیروالي ټینګار وکړ بلکې په عین وخت کې یې وویل چې باید خصوصي سکتور او میرمنو ته د قوت ورکولو چارې هم قوي شي.

افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله اندیښنې

د لویدیځو هیوادونو دې ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابیدو په هکله د اندیښنې څرګندولو تر څنګ وویل چې د طالبانو پالیسیو له کبله په افغانستان کې نجونې او میرمنې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې بې برخې شویدي.

د دې استازو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې طالبانو د نجونو او میرمنو د کار او تعلیم په برخې کې پراخ محدودیتونه وضع کړي – هغه اقدام چې د میرمنو او نجونو د حقونو څخه نه یوازې سرغړاونه ده بلکې د نړیوالو قوانینو څخه د افغانستان سرغړاونه هم ده او د همدې محدودیتونو په نتیجه کې د دې هیواد اوږد مهال پرمختګ او ثبات ته زیان رسیږي.

پدې ګدې اعلامیې کې د طالبانو څخه غوښتل شوي چې خپلې هغه پالیسۍ په سمدستي توګه بدلې کړي چې د میرمنو او نجونو په تعلیم او کار کولو یې لګولي دي او د نجونو تعلیم باید د بشري حق په توګه ومني.

په اعلامیې کې ویل شوي چې په افغانستان کې ټول وګړي او په ځانګړې توګه میرمنې او نجونې لکه د نورې نړۍ په شان د برابرو او په نړیوالو معیارونو سره سم د تعلیم کولو حق لري.

ټولشمول حکومت او د مخدره موادو او ترهګرۍ سره مبارزه

د دې لویدیځو هیوادونو ځانګړو استازو په اعلامیې کې په ناهیلۍ سره ویلي چې په افغانستان کې طالبانو تر دې دمه د نورو افغانانو سره د افغانستان د راتلونکې لپاره کوم سیاسي بهیر ندی پیل کړی.

هغوي همدارنګه ویلي چې مشروعیت په لومړي سر کې د افغانستان د ولس څخه پیلیږي. دوي همدارنګه ویلي چې نوی اساسي قانون باید د شفاف، هر اړخیز او معنی لرونکي بحث څخه وروسته ولیکل شي. دوي همدرانګه د طالبانو او نورو افغانانو څخه غوښتي چې پدې برخې کې د ملګرو ملتونو او اسلامي همکارۍ سازمان څخه مرسته وغواړي.

په اعلامیې کې د طالبانو کړنې ستایل شوي چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کښت ۸۰ په سلو کې کم کړی او د مخدره موادو د قاچاق او تولید په بندولو یې ټینګار کړی.

سره لدې چې پدې ګډې اعلامیې کې د داعش – خراسان څانګې ګواښ پر ضد د طالبانو هلې ځلې ستایل شویدي خو په عین حال کې د هغو ترهګرو ډلو په هکله اندیښنه څرګنده کړې چې د هغوي په قول لا هم په افغانستان کې د پټیدو لپاره خوندي مرکزونه لري او کولی شي د افغانستان څخه د باندې هم ترهګریز فعالیت وکړي.

په اعلامیې کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څخه غوښتل شوي چې د کډوالو او پنا غوښتونکو په برخې کې خپل مسؤلیت ادا کړي او د هغو افغانانو د خوندیتوب غوښتنه یې ترې کړې چې په وینا یې که افغانستان ته ستانه شي، د خطر سره به مخ شي.

فورم \ دبحث خونه