شاته

کانګرس کې د اسرائیل او اوکراین لپاره د مرستو غوښتنه او د غونډې پر مهال د خلکو مظاهرې

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا په مجلس کې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د اسرائیل، اوکراین او سرحدي امنیت لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو بودجې په هکله د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، څو تنو د جګړې ضد مظاهره چیانو دا غونډه څو ځله اخلال کړه.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټن د سنا مجلس د بودجې ځانګړې کولو کمیټې د غړیو پوښتنو ته سه شنبه اکټوبر ۳۱ (لړم۹) ځوابونه ورکړل.

مظاهره چیانو په امریکایي چارواکو تور لګاوه چې په غزې کې د فلسطینیانو "نسل وژنې" سره مرسته کوي.

د متحده ایالاتو حکومت د کانګرس څخه غواړي چې ۶۱.۴ ملیارده ډالر د اوکراین سره د مرستو لپاره منظور کړي چې د امریکایي چارواکو په وینا د دې پیسو نیمایي به یې په متحده ایالاتو کې دننه د هغو وسلو ذخیرو په بیرته ډکولو ولګیږي چې تر دې وړاندې کیف ته ورکړل شویدي.

د بایډن حکومت همدارنګه د اسرائیل سره د مرستو لپاره ۱۴.۳ ملیارده ډالر غواړي او ۹ ملیارده یې د بشري مرستو لپاره غوښتي چې د غزې او اسرائیل لپاره به ولګول شي.

حکومت همدرانګه د کانګرس څخه غواړي چې ۱۳.۶ ملیارده ډالر د سرحدي امنیت او ۴ ملیارده نور ډالر د دې لپاره منظور کړي چې په آسیا کې د چین د سیمه ایزو هلو ځلو پر ضد مقابله پرې وشي.

د متحده ایالاتو دې دوو جګپوړو چارواکو د استماعیه غونډې پر مهال څو تن مظاهره چیانو چې په غونډې کې ناست و، لاسونه یې د اعتراض په توګه په وینو سره کړي و او د جګړې ضد شعارونه یې ورکول.

مظاهره چیانو په امریکایي چارواکو تور لګاوه چې په غزې کې د فلسطینیانو "نسل وژنې" سره مرسته کوي.
مظاهره چیانو په امریکایي چارواکو تور لګاوه چې په غزې کې د فلسطینیانو "نسل وژنې" سره مرسته کوي.

پولیسو دا مظاهره چیان د غونډې د تالار څخه وایستل تر څو د اخلال مخه ونیسي.

مظاهره چیانو د ځانونو سره لوحې هم د غونډې تالار ته وړې وې چې پرې لیکل شوي و، "همدا اوس اوربند". په یوې بلې لوحې لیکل شوي و، "د غزې ماشومان وژغورئ".

د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل سره د امنیتي او په غزې کې د فلسطینیانو سره د مرستو په اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي بلینکن پدې هکله په غونډې کې وویل، " د چټکې او دوامدارې بشري مرستې پرته، د شخړې د خپریدو ډیر احتمال شته دی. کړاو به پراخ شي او حماس او ملاتړ کوونکي به یې لدې وضعیت څخه ګټه واخلي او ځانونه به د هغه مجبوریت ژغورونکي وبولي چې همدوي جوړ کړی".

متحده ایالاتو وار د مخه د اسرائیل سره د ۳.۸ ملیاردو ډالرو په ارزښت کلنۍ نظامي مرستې کړي او د حماس او اسرائیل د جګړې پیل راهیسې دا چې بایډن د اسرائیل سره خپل ملاتړ څرګند کړی، انتقادونه پرې ډیر شوي.

بل پلو په نړیواله کچه په غزې کې د فلسطیني ملکیانو د خوندیتوب لپاره غوښتنې ډیرې شوي.

په فلسطین کې چارواکي وایي د اسرائیل د بشپړې کلا بندۍ څخه وروسته په غزې کې تر دې دمه ۸۳۰۰ تنه وژل شوي چې د ۳۴۰۰ څخه ډیر یې ماشومان و او په عین حال کې د سون موادو، خوراکي موادو او پاکو اوبو لپاره د خلکو اړتیا بیخي ډیره شوې.

فورم \ دبحث خونه