شاته

د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د اروپايي ټولنې د مرستو لومړۍ چوپه ورسیدله

د اروپايي ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو اداره(ECHO) وايي چې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۳۰( لړم اتم) د اروپايي ټولنې د بشري مرستو لومړۍ چوپه چې ۹۲ ټنه مواد په کې شامل و د هرات ولایت رسیدلې ده.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اروپايي ټولنې په دې جوپه کې ۵۷ ټنه توکي، چې کمپلې، خیمې او د ژمي ګرم کالي ،۲۰ ټنه درمل او ۱۵ ټنه خواړه په کې شامل و د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې له خپلو ګدامونو څخه هرات ته انتقال کړي او د روغتیا نړیوال سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارلي دي.

د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت کمیشنر انز لنارچیچ ویلي:" په افغانستان کې د ویجاړونکي زلزلې وروسته اروپايي ټولنه هوډ لري چې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو په ترسره کولوله هغوی څخه ملاتړ وکړي. مونږ یو بل ته سره لاسونه ورکوو ترڅو په چټک ډول د لمس وړ مرستې خلکو ته چې زلزله ځپلو سره زمونږ د پیوستون اود ژمنو څرګندونه کوي او د هغوی ژوند د بیا پیلیدو سبب ګرځې ورسوو".

د اروپايي ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو ادارې په اعلامیه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د بشري غیر نغدي مرستو دوییمه اودرییمه جوپه به هم د اټیالیا اود دوبۍ څخه کابل او هرات ته واستول شي.

دغې ادارې ویلي، چې فرانسه به ددغو توکو په انتقال کې مرسته وکړي.

همداشان د اروپايي ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو ادارې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ارزښت ۲.۵ میلیوونه یورو ته رسیږي.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې په مجموعي ډول د اروپايي ټولنې د مرستو اندازه ۴.۵ میلیونو یورو ته رسیږي.

زلزله ځپلو سره د جاپان مرستې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اکتوبر ۳۰( لړم اتم) د هرات ولایت وروستیو زلزله ځپلو سره د جاپان د یو میلیون ډالرو بیړنۍ مرستې خبر ورکړی او ویلي دي، چې د دغه هیواد دا مرسته به ۳۳ زره زلزله ځپلو لپاره د ډیرو اړینو مرستو د برابرولو په برخه کې په مصرف ورسیږي.

افغانستان کې د جاپان نوي سفیر تاکاتوشي کورومیا د دغې مرستې د لاسلیک سند په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي چې هیواد یې د افغانستان د خلکو څخه ملاتړاو د هرات ولایت وروستۍ زلزله ځپلو سره د پیوستون د ښودلو لپاره دا مرسته کړې ده.

ښاغلي کورومیا ویلي:" مونږ په هرات کې د وضعیت خرابوالی درک کوو او دې ته په پشپړ ډول ژمن یو چې د زلزله ځپلو د ژوند د بیا پیلیدو لپاره د مرستې خپل لاس هغوی ته وروغځوو".

افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال هرالډ منهارټ ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي په دې نه پوهیږي چې راتلوونکي خواړه له کوم ځای څخه برابروي او دا پروګرام د مالي بحران له امله ددغسې افغانانو یوازې درې میلیونو کسانو ته مرستې برابرولې شي.

هغه وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام د زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره دې ته اړ شوی چې د خپلو نورو پروګرامونو څخه پیسې راکمې کړي.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم( تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴( تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره د تیرې شنبې تر شپې پورې شاوخوا شل د زلزلې نور ټکانونه هم د هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

د هرات ولایت د حوزوي روغتونو ډاکټرانو خبریالانو ته ویلي، چې د زلزلې د وروستي ټکان وروسته دغه روغتون ته ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي. د ملګروملتونو د انکشاف پروګرام د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له درې زره ۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲ زره او ۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶ زره ۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ملګروملتونو د انکشاف پروګرام ویلي:" له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړینه او له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو ټپي کیدل تائید شوي دي. هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي چې تراوسه زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۴ میلیونو ډالرو د برابرولو ژمنه هم شوې ده، د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو وګړو د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

فورم \ دبحث خونه