شاته

د کډوالو د شړلو د مهلت وروستۍ ورځ؛ لسګونه زره افغانان له پاکستان څخه د وتلو په حال کې دي

له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو د ضرب الاجل تر پوره کېدو یوه ورځ مخکې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) له لسو زرو څخه زیات افغانان له پاکستان څخه په وتو دي.

پاکستان وايي شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسیږي او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې که تر چهارشنبې په خپله خوښه له پاکستان څخه و نه وځي، نو په زور به وشړل شي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ به په دغه هېواد کې د قانوني اوسېدو د اسنادو نه لرونکو افغانانو نیول پیل کړي او د ساتلو نویو مرکزونو ته به یې ولېږي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د کډوالو د شړلو دپاره مرکزونه پرانیستل شوي دي. د پاکستان مقامات وايي، ناقانونه کډوال په دغو مرکزونو کې له راجستر کېدو وروسته، په زوره افغانستان ته ستنېږي.

په افغانستان کې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بیا واکمن کېدو راهیسې، نجونې د ثانوي او لوړو زده کړو څخه منع کړي او ډیری ښځې یې مجبورې کړي چې خپلې دندې پرېږدي او په کور کې پاتې شي.

په داسې حال کې چې اټکل کیږي په سلګونو زره افغانان د طالبانو د واک ته د رسیدو راهیسې پاکستان ته تښتیدلي دي، په میلیونونو نور لا دمخه په افغانستان کې د لسیزو جګړو په اوږدو کې په پاکستان کې میشت وو. پاکستان د نړۍ په کچه یو له تر ټولو لویو د مهاجرینو کوربه هېواد ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د سخت اقتصادي بحران او د طالبانو له لورې د ښځو او نجونو د حقونو محدود کوونکو فرمانونو سره سره، په پاکستان کې مېشت افغانان اړ دي خپل هېواد ته ستانه شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د تورخم په پوله جګپوړي حکومتي چارواکي، ارشاد مومند فرانس پرس ته وویل: "په زرګونو افغان کډوال په موټرو، لاریو او ټرکونو کې د خپل نوبت په انتظار دي، او دا شمېره مخ په زیاتېدو ده... له سهار راهیسې تر لسو زرو زیات کډوال رارسېدلي دي."

په افغانستان کې، د طالبانو حکومت د پاکستان دا تګلاره "ځورونه" بللې ده.

'د شړلو کړنلاره'

په زرګونو نور افغانان په بلوچستان ایالت کې د چمن پر پوله، افغانستان ته د اوښتلو انتظار باسي. پاکستاني چارواکو ویلي چې ښايي تر چهارشنبې پورې دغه شمېر دوه برابره زیات شي.

پر پوله باندې د کډوالو د لوی شمېر د فشار سره سره، پېښور ته څېرمه د کډوالو د ستنولو دپاره د توقیف ځایونو پاکستاني مسئولینو ویلي چې دغه مرکزونه به د پلان سره سم، د نومبر له لومړۍ نیټې څخه په منظم ډول په فعالیت پیل وکړي.

یو چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "دا طرز العمل ډیر وخت ته اړتیا نلري ځکه چې دوی [کډوال] پاسپورتونه او ویزې نه لري او اړتیا نلري چې د کډوالۍ له پروسې تیر شي. په ساده کلمو کې، دوی د شړلو له پروسې څخه تیریږي."

خو ځینې افغانان هوډ لري چې د پاکستان د حکومت د شړلو د خبرداري سر سره، په دغه هېواد کې پاتې شي.

یوې څوارلس کلنې افغانې نجلۍ، چې د امنیتي دلایلو له کبله یې نوم نه دی اخیستی، ویلي چې د کډوالۍ د قانوني اسنادو نه لرلو سره سره به تر هغو چې ممکنه وي، په پاکستان کې پاتې شي.

هغې په پېښور کې فرانس پرس ته وویل: "موږ بیرته کور ته نه ځو، ځکه چې په افغانستان کې به زما زده کړې په ټپه ودریږي... زموږ پلار موږ ته ویلي چې که هغه د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول شي، نو موږ به بیا هم نه ستنېږو ځکه چې موږ به په افغانستان کې هیڅ ژوند ونه لرو."

په اسلام اباد کې ښوونکو ویلي چې په پایتخت او شاوخوا سیمو کې ګڼ ښوونځي چې د افغانانو ماشومانو پکې زده کړه کولو، د سه شنبې د ورځې څخه تړل شوي دي.

د اکتوبر د میاشتې له پیل راهیسې چې اسلام اباد د کډوالۍ د اسنادو نه لرونکو افغانانو ته په خپله خوښه د وتلو یوه میاشت مهلت اعلان کړ، تر ۱۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه وتلي دي.

ددغې شمېرې له ۸۰ سلنې زیات د خیبر پښتونخوا ایالت څخه، چې اکثره افغان کډوال پکې میشت دي، د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

خیبر پښتونخوا ایالت کې پولیس وايي تر اوسه یې د نیولو لړۍ نه ده پیل کړې، ځکه چې کورنۍ په خپله خوښه وځي. خو په کراچۍ او اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او وهلو ټکولو راپورونه ورکړل شوي دي.

افغان کډوال ذوالفقار خان چې د پیښور په یو کمپ کې زیږېدلی دی، فرانس پرس ته وویل: "د پاکستاني چارواکو لخوا د سپکاوي د مخنیوي لپاره ما د وتلو پریکړه وکړه."

مدافع وکیلانو او فعالانو ویلي چې له کډوالو سره د پولیسو د زور زیاتي کچه بې ساري ده، او غوښتنه کوي چې افغانانو ته چې ځینې یې د لسیزو راهیسې په پاکستان کې میشت دي، وخت ورکړل شي ترڅو د وقار سره له دغه هېواد څخه ووځي.

د بشري حقونو د څار ادارې د سه شنبې په ورځ وویل: "د پاکستان حکومت له ګواښونو، ناوړه استفادې او توقیف کولو څخه کار اخلي تر څو د قانوني اسنادو نه لرونکي افغان کډوال مجبور کړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي."

ددغه ادارې په بیان کې ویل شوي: "په افغانستان کې وضعیت د ډیرو لپاره چې له دغه هېواد څخه تښتېدلي دي، خطرناک دی. ددغو کډوالو ستنول به د دوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي."

له هغه وخت راهیسې، د پاکستان امنیت د وسله والو بریدونو په زیاتیدو سره خراب شوی دی. پاکستان تور لګوي چې بریدګر له افغانستان څخه ورځي او طالبان پړه ګڼي چې په مخنیوي کې یې پاتې راغلي دي.

دغه حالت په پاکستان کې د افغانانو خلاف د احساساتو د زیاتېدو سبب شوی. پاکستاني مقاماتو ویلي چې د هېواد د "سوکالۍ او امنیت" دپاره افغان کډوال شړي.

فورم \ دبحث خونه