شاته

خبریالانو ملاتړ اداره: ملګري ملتونه دې له پاکستان څخه افغان خبریالانو جبري شړلو مخه ونیسي

د افغان خبریالانو فدراسیون چې له افغانستان څخه بهر افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کې راټول شوي یو ځل بیا د ملګروملتونو په ځانګړي ډول د کډوالو د نړیوالې ادارې (IOM) څخه غوښتي، چې له پاکستان څخه دې د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د جبري شړلو مخه ونیسي.

دغه فدراسیون د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۳۰( لړم اتم) رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې په پاکستان کې د میشتو افغان خبریالانو له قوله ویلي، چې په تیرو دوو ورځو کې یې د خپلو اوسیدانې د کورونو د پریښودلو په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو څخه د خبردارۍ پیغامونه ترلاسه کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" په تعبید کې د خبریالانو فدراسیون د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د ملګروملتونو د کډوالو له ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د خبریالانو او د رسنیو د فعالانو د شړلو مخه دې ونیسي".

همداشان د افغان خبریالانو فدراسیون په نړۍ کې د خبریالانو د ملاتړ ادارو او خبریالانو څخه غوښتي، چې د افغان خبریالانو ترڅنګ دې ودریږي تر څو له پاکستان څخه د افغان خبریالانو د شړلو مخه ونیول شي.

د افغان خبریالانو فدراسیون ویلي، چې د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په فوري ‌ډول له دغه هیواد څخه افغانستان ستانه کړي.

ددغه فدراسیون د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته زرګونه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپل هیواد کې د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله پاکستان ته کډه شوي، چې اوس په جبري ډول وطن ته د ستنیدلو د ګواښ سره مخ دي.

د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ ( لړم اتم) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیانو د ایستلو د پریکړې څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې له دغه هیواد څخه د قانون اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه د یو هیواد د اوسیدونکو پورې تړاو نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي:" د پاکستان حکومت د هغو کسانو په اړه چې خوندیتوب او ساتنې ته اړتیا لري او زیان منوونکي دي خپلو ژمنو باندې په زیات جدیت سره ولاړ دی".

دغه وزارت ویلي، چې ددې پریکړې څخه به هغو کسانو ته زیان ونه رسیږي، چې په پاکستان کې د اوسیدلو قانوني اسناد لري او یا هم د کډوالو په توګه یې نومونه ثبت شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د حکومت پریکړه یې د کورنیو قوانینو له مخې شوې، چې د نړیوالو معیارونو او اصولو سره هم برابره ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه له دغه هیواد څخه د ۱.۴ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو په جبري ډول د ایستلو او په افغانستان کې د هغوی پر وړاندې پرتو احتمالي ګواښونو په تړلو د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې خپره کړې وه.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې روینا شمداساني وویل: "موږ ډیر اندیښمن یو چې شړل شوي (اخراج کېدونکي) د شکنجې، په خپل سر د نیولو، توقیف، سخت تبعیض او لومړنیو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو ته د نه لاسرسي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي."

هغې وویل، ښځې په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي ځکه چې په حقیقت کې طالب واکمنانو "هڅه کړې چې دوی په ټولنه کې منزوي کړي- د کار ځای، ښوونځیو او حتی عامه پارکونو ته له تګ څخه یې په بشپړه توګه محرومې کړي."

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ اکتوبر۳۰ (لړم اتم) وویل چې په تیرو دوو میاشتو کې ددې هیواد د بیلا بیلو برخو څخه نږدې دوه سوه زره افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شویدي.

دا افغان کډوال داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته یوازې یوه ورځ پاتې چې پدې هیواد کې د ټولو غیر قانوني کډوالو څخه یې غوښتي که د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې په خپله خوښه ونه ووځي، وبه نیول شي او په زور به وشړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګتي د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل هغه کسان چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانونۍ اسناد نلري، او د ټاکل شوي مهلت څخه وروسته پاتې شي، تر نیول کیدو وروسته به په ځانګړو شویو مرکزونو کې واچول شي او بیا به د نږدې سرحدي تګ راتګ لارې څخه افغانستان ته ولیږدول شي.

سره له دې چې ښاغلي بوګتي په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د غیر قانوني کډوالو دا ایستلو بهیر یوازې د افغان کډوالو لپاره ندی خو تر څنګ یې دا هم ومنله چې د دې عملیاتو عمده هدف افغان کډوال دي چې په پاکستان کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) د راپور د راپور له مخې په پاکستان کې تقریباً ۱.۴ ملیونه افغان کډوال دیره دي چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد لري. دې ادارې همدارنګه ویلي چې په دغه هیواد کې د نهو سوو زرو په شاوخوا داسې افغانان هم اوسیږي چې "اقتصادي کډوال" بلل کیږي او د اوسیدلو قانوني اسناد لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنرۍ( ویلي چې پاکستان اوس مهال د ۳.۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی چې ۷۰۰زره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه دغه هیواد ته تښتیدلي دي.

فورم \ دبحث خونه