شاته

نیتن یاهو : د حماس پر ضد جګړه به سخته او اوږده وي

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو شنبه اکټوبر ۲۸ (لړم۶) وویل چې د دې هیواد دفاعي ځواکونو په غزې کې د ځمکني یرغل دویم پړاو پیل کړی او هوډ یې څرګند کړ چې د دې عملیاتو هدف د "ځمکې لاندې او د پاسه د دښمن له منځه وړل دي".

اسرائیل پداسې حال کې په غزې هوایي بمبارۍ ډیرې کړي چې پدې تړانګې کې کلابند شوي خلک د بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو نیولو لپاره هیڅ ډول وسیله نلري.

نیتن یاهو چې په تل ابیب کې یې په یو خبري کنفرانس کې وینا کوله خبرداری ورکړ چې په غزې کې د حماس ډلې پر ضد به نظامي عملیات اوږده او سخت وي خو دا یې ونه ویل چې په غزې د ځمکې د لارې د سرتیرو ورتګ په بشپړه توګه یرغل دی که نه.

د اسرائیل صدراعظم یو ځل بیا په فلسطین کې د عامو خلکو وغوښتل چې د غزې تړانګې شمالي برخې څخه ووځي چې د اسرائیلي ځواکونو عملیات به پکې کیږي.

د اسرائیل مشر همدارنګه ژمنه وکړله چې د هغو ۲۰۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره به تر خپل وروستي حده کوښښ کوي چې د حماس ډلې نیولي دي.

نیتن یاهو خبریالانو ته وویل چې دا د جګړې دویم پړاو دی او زیاته یې کړه چې هدف یې د حماس نظامي او حکومتدارۍ وړتیا له منځه وړل او د برمته شویو کسانو خوشې کیدل دي.

هغه زیاته کړه، " مونږ یوازې د پیل په پړاو کې یو. مونږ به دښمن د ځمکې لاندې او د ځمکې د پاسه له منځه یوسو".

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل له بريدونو وروسته، چې ناببره بلل شوې، اسرائیل پر غزې هوايي او توپچي بريدونه پيل کړل او ګواښ يې وکړ، چې دا بريدونه به نور هم زيات کړي.

د اسرائیل او حماس تر منځ په روانه خونړۍ جګړه کې د نړۍ اکثره هېوادونه په دوو ډلو وېشل شوي دي.

لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا او متحدینو یې د حماس بریدونه غندلي او په وار وار یې ټینګار کړی، چې اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري. په همدې حال کې امریکا له اسرائیل سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن په وار وار ټینګار کړی چې اسرائیل ته به هر هغه څه چې ورته اړتیا وي برابروي.

برعکس يو شمېر نورو هېوادونو په تېره بيا اسلامي هېوادونو پر غزې د اسرائيل بريدونه په کلکه غندلي دي. په ورته وخت کې یو شمېر هېوادونو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د غزې خلکو ته باید ژر تر ژره بشري مرستې ورسول شي.

د اکټوبر په اوومه د حماس اورپکو د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ۲۲۲ یې یرغمل کړل.

اسرائیل هم په غچ اخیستونکي اقداماتو کې د غزې په تړانګه سخت هوایی او توپچی بریدونه پیل کړی دی. د غزې تړانګې د روغتیا وزارت ویلي، په دغو بریدونو کې تر ۷۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه