شاته

د اندونیزیا یوې محکمې اته تنه ایرانیان د نشه یي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم کړل

په اندونیزیا کې یوې محکمې د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) اته تنه ایراني اتباع د ۳۰۰ کیلو ګرامو کریسټال نشه یي توکو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم کړل.

اندونیزیا چې په نړۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې تر ټولو سخت قوانین لري، له څو کلونو راهیسې یې د نشه یي‌توکو قاچاق وړونکو ته د اعدام له سزا ورکولو څخه ډډه کړې وه.

د جاوا په ټاپو کې د بانټن ولایت قاضي، اولي پورناما حکم کړی، چې اته واړه تورن کسان چې د ۳۱۹ کیلوګرامه نشه یي توکو په قاچاق کې لاس لري، په ډزو سره اعدام شي.

دغه قاضي چې له تورنو کسانو سره یې په جلا توګه خبرې کړي وویل:"دوی په ښکاره او قصدي توګه د نشه یي توکو په قاچاق کې د منځګړي په توګه په جرم کې ښکیل وو او جرم یې ثابت شوی دی."

د فرانس پرس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه قاضي له هر یو محکوم سره خبرې وکړې او هغوي ته یې د اعدام د سزا حکم واوروله.

د دغه قاضي په وينا، دغو اتو واړه کسانو هڅه کوله چې نشه یي توکي (۳۱۹ کیلوګرامه کریستال) د هند سمندر له لارې جاوا ټاپو ته قاچاق کړي، خو مخکې له دې چې په دې کار بریالي شي، د روان کال په فبرورۍ کې د بانتن ولايت په بندر کې د پولیسو لخوا لاس په لاس ونيول شول.

په اعدام محکوم شوي کسان، یوازې یوه اوونۍ وخت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.

یو فرانسوی تبعه چې په ۲۰۱۹ کال کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و، د استیناف له غوښتنې وروسته د هغه سزا له اعدام څخه ابد بند ته راټیټه شوه.

یو کال مخکې، د تایوان اته تنه اتباع وروسته له هغه په اعدام محکوم شول، چې له ځانه سره یې د کریسټال میتامفیتامین نشه یي‌توکې لیږدول.

د دوو اسټرالیايي اتباعو، اندریو چان او مایوران سوکوماران په ګډون چې په ۲۰۱۵م کال کې د اندونیزیا د یوې محکمې د حکم پر بنسټ په ډزو سره اعدام شول،‌ په دغه هېواد (اندونیزیا) کې د نشه یي توکو څو تنه بهرني قاچاق وړونکي اعدام شوي دي. د دغو استرالیايي اتباعو اعدام د اسټرالیا او اندونیزیا ترمنځ ډپلوماتیکي اړیکې خړ پړ کړل.

دواړه اعدام شوي اسټراليايي اتباع د "بالي ناین" په نامه د هيروئينو د قاچاق وړونکو د ډلې د رهبرانو په توګه پېژندل کېدل.

فورم \ دبحث خونه