شاته

اسرائیل: حماس له روغتونونو څخه بریدونه کوي؛ ملګرو ملتونو په غزه کې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو خبرداری ورکړ

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ، د اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ په غزې کې د جګړې له امله د مرګ ژوبلې د زیاتوالي خبرداری ورکړی، خو بلخوا د اسرائیل پوځ‌ د حماس ډله پدې تورنه کړه، چې په غزه کې د روغتونونو څخه پر اسرائیل د بریدونو لپاره کار اخلي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې پر غزې د اسرائیل د شاوخوا درېیو اونیو بریدونو له امله به په دې سیمه کې "ګڼ شمېر" عام خلک وژل شوي.

د فلسطین د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د دفتر مشر فیلیپ لازارینی وویل:"د غزې خلک د بمونو او راکټی بریدونو له کبله نه، بلکې د بشپړې محاصرې له امله به ومري"

په ورته وخت کې د منځني ختیځ نورو هېوادونو ته د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوسنۍ جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. په دې لړ کې د امریکا متحدو ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د جګړې له پراخېدو ډډه وکړي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) د حماس ډله په دې تورنه کړه، چې د غزې په تړانګه کې له روغتونونه څخه پر اسرائیل باندې د بریدونو لپاره د عملیاتي مرکزونو په توګه کار اخلي.

د اسرائیل پوځ ویاند، دانیال هګاري خبریالانو ته وویل:" حماس نه یواځې له روغتونونو څخه جګړه کوي، بلکې دغه ډله د خپلو پوځي عملیاتو لپاره په دغو روغتیايي مرکزونو کې له زیرمه شوي تیلو څخه هم ګټه اخلي."

خو په غزې تړانګه ګې واکمن د حماس ډلې د اسرائیل پوځ دغه ادعا رد کړې او بلخوا په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې له دې ادعا مخکې ویلي وو، چې د حماس په لاس کې د مرستو د لویدو څخه د مخنیوي لپاره خپل میکانیزمونه لري.

د اسرائیل د پوځ ویاند، په دې اړه خبریالانو د الشفا روغتون چې په غزه کې ترټولو لوی روغتون دی، یادونه وکړه او ویې ویل،‌چې له دغه روغتون څخه د حماس وسله وال فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه:‌"ترهګر په شفاء او نورو روغتونونو کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي.‌"

خو د حماس د سیاسي دفتر یو جګپوړي غړي، عزت الرشق دغه تورونه رد کړل او ویې ویل: "هغه څه چې د دښمن د پوځ ویاند ویلي هیڅ حقیقت نه لري. هغه پر اسرائیل تور ولګاوه چې ددغو تورنو په لګولو سره د یو نوي عام وژنې لپاره لاره هواره وي.‌"

د اکتوبر په اوومه، د حماس اورپکو د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، د حماس ډلې پدغه برید کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان ووژل.

د حماس ددغه برید پر وړاندې، اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې د غزې په تړانګه کې سخت هوایی او راکټي بریدونه پیل کړی دی. د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې په کنترول کې دی ویلي، په دغو بریدونو کې تر ۷۳۲۶کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیلي چارواکو په وینا حماس ډلې د دغه برید په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون ۲۲۲ تنه یرغمل نیولي دي. حماس تر اوسه څلور برمته شوي کسان خوشي کړي دي.

خو جرمني د حماس ډلې له خوا د خپرو شويو مرګ ژوبلو د شمېر په اړه شک څرګند کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کریسټین واګنر، په برلین کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل:"موږ په خپلواکه توګه د حماس د معلوماتو پخلی نه شو کولای، له همدې امله ډیر احتیاط په کار دی."

د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائيل باندې د حماس ډلې له بريدونو وروسته، د اسرائيل حکومت پر غزې د سختو هوايي او راکټي بريدونو سربیره،‌ دغه سیمې ته د اوبو، خوراکي او سون توکو لېږد په بشپړه توګه بند کړ.

خو له نړیوالو هڅو وروسته، په بشري مرستو بار د مصر د سرې میاشتې د شلو لاریو لومړی کاروان د اکتوبر په ۲۱مه د رفح بندر له لارې چې د مصر تر کنټرول لاندې ده،‌ د غزې تړانګې ته ورسیدل.

فورم \ دبحث خونه